جمعه, اکتوبر 31, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

نبوي سیرت پېژندنه او اړتیا

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 12, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
15
ځلې شریک شوی
188
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: نجیب الله عمري

د سیرت علماوو د سیرت بېلابېل تعریفونه کړي؛ خو موږ یې د لفظي تعریف پر ځای د پیغمبر علیه السلام هستي پېژنو او دا معلوموو، چې مسلمانان باید په کومو صفاتو خپل پېغمبر صلی الله علیه السلام وپېژني؟ ایا رسول الله صلی الله علیه السلام یوازې رسول و او که په نورو صفاتو هم پېژنو؟ ایا د هغه بلنه او پیغام تر خپل وخته پورې و، او که تر قیامته د ټولو انسانانو لپاره د لارې مشال دی؟

دا هم ولولئ

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

هو!

هر مسلمان د ایمان په نور دا خبره داسې ځوابولی شي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی.

رسالت یو داسې منصب دی، چې د نړۍ ټولې عهدې د رسالت منصب ته نه شې رسېدلی.

له همدې رسالت سره سره رسول الله صلی الله علیه یو جهادي قومندان، چې د حمزه بن عبد المطلب، خالد بن ولید، عبیدة بن الجراح  او داسې نور جهادي قومندانان روزلي، چې تاریخ یې له بېلګې ښودلو عاجز دي او سیاسي رهبر، چې ابوبکر، عمر او داسې نورو صحابه رضي الله عنهم په شان رهبران روزلي چې نړۍ ورته ګوته په غاښ حیرانه ده، او یو ستر معلم، چې د ابو بکر صدیق، عمر بن الخطاب، عبد الله بن مسعود، عبدالله، عبد الله بن عباس، عبد الله بن عمر، زید بن ثابت رضي الله عنهم په څیر داسې نور استاذان روزلي چې تاریخ یې حیران کړی. او د خپل رعیت ښه څارونکی او داسې نور ځانګړتیاوو څښتن و، چې تاریخ یې له بېلګې ښودلو څخه عاجز دی.

رسول الله صلی الله علیه و سلم یواځې د خپل وخت تر خلکو نه بلکې تر قیامته ټولو راتلونکو انسانانو ته لارښود او پیشوا دی.

د رسول الله صلی الله علیه و سلم هغه دعوت او پیغام، چې د امن، عدالت، انصاف، او هر انسان ته خپل حق سپارلو څخه ډک او له ظلم، وحشت، فحشا او د نورو ناوړه کارونو څخه پاک دین چې اسلام دی، تر قیامته د انسانیت لپاره د ژوند تګلاره او تلپاتې دین دی .

ټولنه کې د نبوي سیرت اړتیا

زموږ ټولنه په دې عصر کې د نبوي سیرت سره ډېر واټن لري ، په ځانګړي ډول دا نوی نسل، چې د ټولنې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، د خلکو امیدونه و رسره تړلي دي، او په نړۍ کې انقلاب راوستونکې دي. تر ډېره له نبوي سیرت ناخبره دي، باید له نبوي سیرت سره اشنا شي او د سیرت غونډې، سیمنارونه، او په رسنیو کې داسې پروګرامونه جوړ شي، چې په عامه توګه د ټولو مسلمانان نارینه او زنانه او په ځانګړي ډول ځوان نسل دې ته هڅاند شي او دېته لېوالتیا پیدا کړي، چې پخپله ځان له ظلم، زیاتي، بدعملي، فحشا او نورو ناوړو کارونو څخه وژغوري او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت او صورت ځان سمبال او کړنلاره یې تعقیب کړي .

په انساني ټولنه د نبوي سیرت مثبتي اغېزې

د رسول الله صلی الله علیه و سلم له نبوته وړاندې په نړۍ د ظلم، وحشت او جهالت پردې وې، چې په وړه خبره به تر سلو کلونو شخړې کولې، بی ځایه به یې د خلکو وینې تویولې د کمزور خلکو مالونه به یې لوټل ښځو سره به یې د حیوان په څېر چلند کوی.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پېغمبرۍ مبعوث شو په نړۍ کې یې ظلم او وحشت ته د پای ټکی کیښود. د جهالت پردې یې لرې کړې، د خلکو تر منځ یې روغې وکړې په ټولنه کې یې امنیت او عدالت خپور کړ.

اوس او خزرج قبلې، چې له سلو کلونو راهیسې د یو بل و ینې تویې کړې وې، په یو ټغر یې کېنول او تر منځ یې ورور ولي قایمه کړه. خلک یې د ډبرو او بوتانو له عبادته د الله عبادت ته را وبلل. د خلکو ترمنځ یې د صله رحمي پاللو او د ګاونډیانو، غلامانو، حتی هغه کفار، چې د اسلامي بیرغ تر سیوري لاندې ژوند کوي، او هغه وفدونه، چې له بهره به راتلل د ښه چلند کولو و صیت کړی.

لنډه دا چې په نبوي سیرت کې انساني ټولنې ته ټول هغه قوانین ذکر شوي دي، چې بشري ټولنه ورته اړتیا لري، او یو داسې نظام یې جوړ کړی، چې اوسني تش په نامه جوړ شوي نظامونه، چې دیموکراسي، جمهوریت او سیکولر نظامونه یې بېلګه او تصور هم نه شي وړاندې کولی.

د سیرت غوره کتابونه

د سیرت علماوو سیرت موضوع اهمیت ته په پام سره ډېر کتابونو لیکلي دي، چې د څو کتابونو نومونه راخلو.

  • سیرت ابن اسحاق
  • شمائل ترمیذي
  • سیرت ابن هشام
  • المواهب الدونیه
  • زاد المعاد
  • لؤلؤ المکنون
  • الشفاء لقاضي عیاض مالکي
  • الرحیق المختوم

او داسې نور… د سیرت په موضوع علماوو ډېرې لیکنې کړي.

رحیق المختوم په څو لنډو ټکو کې

د الرحیق المختوم کتاب مصنف صفي الرحمٰن مبارک پوري رحمه الله دی، مصنف رحمه الله د سیرت په موضوع له شروع کولو وړاندې لومړۍ دعربو اوسېدو ځایونه او قومونه بیان کړي بیا یې د عربو حکومتونه او قبائلي نظامونه دینونه او مذهبونه راپېژندلي له دې وروسته یې د جاهلیت د زماني ځیني ځانګړتیاوي بیان کړي، چې له نبوي سیرت سره یې تړاو نشته، خو په دې خبرو یې له دې امله رڼا اچولې، ترڅو دا احساس را کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په څومره سختو حالاتو کې او داسې سخت دريځه خلک او حکومتونه، چې د جهالت په تورو تیارو کې پټ ول په مقابل کې یې څومره په پراخه پیمانه کار کړی چې عقل یې له تصور کولو هم قاصر دی.

مصنف رحمه الله له دې وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت پیل کړی، لومړۍ یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نسب لړۍ بیان کړې او درې مرحلو ته یې ویشلې لومړۍ هغه لړیۍ چې د ټولو علماوو په نزد اتفاقي ده، چې تر عدنان پورې رسي. دویمه هغه لړۍ، چې د سیرت علماوو په نزد اختلافي ده، له عدنان نه شروع تر ابراهیم علیه السلام پورې ده، دریمه هغه لړۍ، چې هیڅ ثبوت یې نشته او هغه د ابراهیم علیه السلام نه تر آدم علیه السلام پورې رسېدلې.

بیا یې نبوي سیرت دوه برخو ته ویشلی لومړۍ برخه یې له هجرته وړاندې او دویمه برخه یې له هجرته وروسته ده.

د کتاب ځیني ځانګرتیاوي

  • نبوي سیرت یې له پیل نه تر پایه ذکر کړی دی .
  • مختصر او روان ډول لیکل شوی .
  • موثق او باعتماده مراجعو څخه راخستل شوي دي .
مخکینې مطلب

د حضرت موسی علیه السلام په قصه کې درسونه او سبقونه

بل مطلب

چارواکي وايي، د موصل ښار ۶۰ سلنه سيمه يې له داعش نيولې

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024
اسلام پوهنه

‏هغوی چې آمرین بالمعروف دي…!

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 22, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025
0

د ترکیې او قطر په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ګډه اعلامیه

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025
0

ذبيح الله مجاهد: د پاکستان سره د تفاهم لپاره د استانبول خبرې مثبتې وې، ډيپلوماسي د حل لار ده

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025
0

امریکا د چابهار بندر د بندیزونو معافیت تمدید کړ

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
0

د سوډان جګړه؛ د جټک غبرګون ځواکونو بریدونو کې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
0

عبدالملک حوثي: صهیونیستي رژیم اوربند مات کړی، که مقاومت اجازه ورکړي یمني ځواکونه بریدونو ته چمتو دي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
0

د استانبول مذاکرات؛ افغان او پاکستاني پلاوي نن یوځل بیا خبرې کوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
0

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025
0

د غزې د بشري حقونو مرکز: اسراییلو د اوربند سرغړونه کړې او په بریدونو کې يې ۱۰۰ تنه شهیدان کړي‌

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 29, 2025
0

د ایران ولسمشر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړې د حل لپاره د همکارۍ وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 29, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • د ترکیې او قطر په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ګډه اعلامیه

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • امریکا د چابهار بندر د بندیزونو معافیت تمدید کړ

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • ذبيح الله مجاهد: د پاکستان سره د تفاهم لپاره د استانبول خبرې مثبتې وې، ډيپلوماسي د حل لار ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سوډان جګړه؛ د جټک غبرګون ځواکونو بریدونو کې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

د ترکیې او قطر په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ګډه اعلامیه

ذبيح الله مجاهد: د پاکستان سره د تفاهم لپاره د استانبول خبرې مثبتې وې، ډيپلوماسي د حل لار ده

امریکا د چابهار بندر د بندیزونو معافیت تمدید کړ

د سوډان جګړه؛ د جټک غبرګون ځواکونو بریدونو کې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

عبدالملک حوثي: صهیونیستي رژیم اوربند مات کړی، که مقاومت اجازه ورکړي یمني ځواکونه بریدونو ته چمتو دي

د استانبول مذاکرات؛ افغان او پاکستاني پلاوي نن یوځل بیا خبرې کوي

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

د غزې د بشري حقونو مرکز: اسراییلو د اوربند سرغړونه کړې او په بریدونو کې يې ۱۰۰ تنه شهیدان کړي‌

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com