ایران د هرمز۲ په نوم د بالستيکي توغندي ازموينه وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۳) الماس خدرخیل

د ايران د انقلاب ساتونکي پوځ د هوايي ځواکونو يوه جګپوړي قومندان جنرال اميرعلي حاجي زاده ويلي، چې دغه هېواد د هرمز۲ په نوم د بالستيکي توغندي ازموينه په برياليتوب سره وکړه.

نوموړی وايي، چې نوی ازمايل شوی توغندی يې د بحري دفاعي سيستم د پياوړتيا په موخه جوړ شوی او په خبره يې چې تر ۲۵۰ کيلو متره لرې هدف يې په برياليتوب سره وويشتلو.

ايراني رسنۍ او د تسنيم خبري آژانس په خپل راپور کې ويلي، چې دا توغندی تر ۳۰۰ کيلو متره پورې واټن  ويشتلی شي.

هغه وويل، دغه توغندی چې په روانه اوونۍ کې وازمايل شو، په هوا کې متحرک شی هم په نښه کولی شي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ايران باندې د اټومي سرکيو د انتقالولو بالستيک توغنديو د ازموينې پابندي لګولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button