افغانستان د پاکستان شازدافير احضار کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۳) الماس خدرخیل

افغان حکومت په کابل کې د پاکستان د سفارت چارواکي يو ځل بيا احضار کړي دي او په کنړ کې يې د راکټي حملو د مخنيوي په اړه ورته شکايت کړی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره ورځ يې په کابل کې د پاکستان د سفارت شازدافير دغې وزارت ته احضار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان شازدافير سره د افغانستان د حکومت اندېښنې شريکې شوي او زياتوي چې له تېرې څه مودې راهيسې د پاکستاني ځواکونو له لوري د کنړ پر سرکاڼو او خاص کنړ ولسواليو راکټي حملې روانې دي، چې په اړه يې رسمي شکايت او د بندېدو غوښتنه ترې کړې ده.

خبرپاڼه زياتوي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو سره ناوړه چلند او په زوره له دغه هېواد ايستل هغه مسايل وه، چې نوموړي سره ورباندې بحث شوی دی.

کابل کې د پاکستان د سفارت شازدافير هم په دې اړه خپله خواشينې ښودلې او ډاډ يې ورکړی چې د افغان لوري شکايت به خپلو لوړرتبه چارواکو سره شريک کړي.

په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت څه نه دي ويلي.

له تېرو څو ورځو راهيسې داسې راپورونه ورکول کېږي چې د افغانستان حکومت د پاکستان د راکټي حملو او د افغانستان پر هوايي حریم د پاکستان د تیري له امله، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم رسمي شکایت کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button