جوزجان: یو خاوند خپله میرمن وژلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۳)  محمد طاهر

د جوزجان سمیه ایز چارواکي وايې چې په دغه ولایت کې یوه ښځه د خاوند لخوا وژل شوې ده .

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه د دغه ولایت په مینګجک ولسوالۍ کې دغه پیښه رامنځته شوې ده.

ښاغلي غفوري زیاتوي چې پولیس د دغې پیښې څیړنې کوي او قاتل به ډیر ژر ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې په ننګرهار کې هم یو سړي خپله میرمن وژلې وه.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button