هلمند کې دولتي ځواکونو د مخدره موادو روږدي کسان له ځان سره وړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۳) الماس خدرخېل
د هلمند ولايت چارواکي وایي چې دولتي ځواکونو د طالبانو له زندانه ۳۲ بنديان خوشې کړي دي.
د هلمند د ۲۱۵ سيلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد رسول ځاځي رسنيو ته ويلي، چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ د چاه ميرزا په سيمه کې د طالبانو پر يوه زندان عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۳۲ تنه زندانيان خوشې کړي دي.
نوموړی په دې بنديانو کې د درې سيمه ييزو پوليسو د خوشې کولو او نورو ټولو ولسي خلکو د خوشې کولو خبره کوي.
بل پلو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې دولتي ځواکونو د معتادينو په يوه مرکز چاپه اچولې او په خبره يې چې ۳۹ تنه د مخدره موادو روږدي کسان له ځان سره وړي دي.
نوموړي وايي، په هيرويينو روږدي دغه کسان په نوموړي ځاي کې تر درملنې لاندې وه، چې هيڅ ډول پيره او پوسته ورباندې نه وه.
هغه همداراز ويلي، چې “د خپلو کورنيو له خوا دلته د علاج او نيشو پرېښودلو لپاره راوستل شوي و”.
تېره شپه دولتي ځواکونو په دغه ځای چاپه اچولې او ټول بندیان يې له ځان سره وړي خو طالبانو ويلي، چې دلته په دوی کومه پهره يا د تېښتې احتمال يې نه و موجود فقط يوه لويه دروازه به ورپسې بنديده.
قاري يوسف وايي، “د کابل ادارې مربوط يو کس هم په دغه ځای کې نه ساتل کېده”.
تر دې وړاندې هم په هلمند ولایت کې دولتي ځواکونو د طالبانو له زندان نه معتادین او جنایي مجرمین خوشي کړي و.



