د بلوجستان سوداګر او مشران: د ډيورنډ کرښې د پرانيستلو لپاره به لاريون وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۳) الماس خدرخېل

د بلوجستان سوداګرو او مشرانو د پاکستان له حکومته غوښتي چې ژرترژره د افغانستان سره تړلې لارې خلاصې کړي.

دوي په چمن کې يوې خبري غونډې ته وويل، که لارې خلاصې نه شي نو دوی به په سترو لاريونونو لاس پورې کړي.

د بلوچستان سوداګرو او سیاسی مشرانو وویل، چې د لارې بندېدلو له امله نه یواځې سوداګر زیانمنېږی، بلکې په زرګونو خلک هم بې کاره شوي دي

د تحريک انصاف ځايي مشر نذيراڅکزي له حکومته غوښتي چې د چمن لاره دې د قانوني سوداګرۍ لپاره پرانيستل شي، نوموړي ګواښ وکړ، که پاکستان دغه لارې نه پرانيزي نو دوی به هم کاربنديز وکړي او د کوټې او چمن تر منځ لار به تر ناڅرګندې نيټې پورې وتړي.

شاوخوا له تېرو ۲۵ ورځو راهيسې پاکستان د چمن او تورخم لارې د هرقسم سوداګرۍ لپاره تړلي دي، چې له امله يې د سیمې سوداګرو ته زيات مالي تاوان اوښتی دی.

د کوټې د سوداګرو د ټولنې مشر محمد صادق وايي، چې د لارې بندېدلو له امله تر افغانانو زيات د چمن او پاکستان سوداګر زيانمن کړي دي.

ویل کېږي، د لارې بندېدلو له امله د لسګونو میلیونو روپیو په ارزښت مېوه او سبزي خوسا شوې ده.

اڅکزي وویل، د لارې بندېدلو له امله په زرګونو هغه خلک ډېر سخت اغېزمن شوي چې هره ورځ د کاروبار لپاره افغان بازارانو ته تلل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button