پکتیکا کې امریکایې الوتکو د جنازې مراسم بمبار کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب۲۴) محمد طاهر

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې امریکايې الوتکو د جنازې مراسم بمبار کړل چې زیاتو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

یاده پیښه پرون مازیګر ناوخته د پکتیکاولایت د ارګون ولسوالۍ په دره سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پکیتکا ولایتي چارواکې وايې  د امریکايې ځواکونو په بمبار کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د امریکايې ځواکونو دا لومړی  ځل نه دی چې عام ولس په نښه کوي.

دې ته ورته پیښې  ډیرې تکرار شوې دي د هیواد په هره برخه کې د واده، جنازو او له حج څخه د راغلو حجیانو په مراسموباندې بمبارونه کړي چې په لسګونه ښځې اوماشومان يې په شهادت ورسول همدارنګه   امریکايې الوتکو په روغتونونو اوصحي مرکزونو بمبارونه کړي  چې په لسګونه ډاکټران او د روغتونونو نور کارکونکي پکې وژل شوي دي

حکومت د بهرنیانو په دغسې پیښو بیا هیڅ غبرګون نه ښيي.

د امریکایې ځواکونوپه یوه بښنه دا ټول عمل له پامه وغورزول شي امریکایان د خلکو او حکومت د نه غبرګون له آمله نوري ورته پيښي په قصدي توګه ترسره کړي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button