دایمان مسایل (۳۵مه برخه) د هغه تعويذ کول روا دي په کوم کې چې شرکيه الفاظ نه وي

لیکوال : م، نجم الرحمن فضلي
د هغه تعويذ کول روا دي په کوم کې چې شرکيه الفاظ نه وي
پوښتنه : څه ډول دم او تعويذ کول ناروا او شرک دي؟.
ځواب : په دې باره کې د احاديثو روايتونه مختلف دي، له ځينو څخه جواز او له ځينو څخه عدم جواز معلوميږي، له همدې امله فقهاء کرامو د تعويذونو لپاره ظابطه دا ليکلې چې دم او تعويذ بايد په قرآني آيتونو او ادعيه ماثوره ؤ يا په داسې کلماتو سره وکړى شي په کومو کې چې هيڅ ډول کفر او شرک نه لازميږي، بلکې چې د شرک وهم هم نه وي پکې، د داسې دم او تعويذ کول شرعاً روا او صحي دي، له دې پرته د شرکيه کلماتو درلودونکي تعويذونو استعمال ناروا دى، بلکې فقهاء کرامو له دا ډول تعويذونو څخه منع هم کړې د کومو چې معنى معلومه نه وي ([1]).
دم او تعويذ کول روا دي او که ناروا
پوښتنه : دم او تعويذ کول او په غاړه کې يې اچول روا دي او که نه؟.
ځواب : د اهل السنة و الجماعت په نزد دم او تعويز کول او په غاړه کې اچول جائز دي بلکه په قرآني آياتونو، صحيحه نبوي احاديثو، اجماع او قياس سره ثابت دي او صالحو سلفو دم او تعويذ کړى دى او له هغو څخه يې انکار ندى کړى، الله تعالى جل جلاله فرمايلي دي :
وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ وَلاَ يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إَلاَّ خَسَارًا ([2]).
ژباړه : او نازلوو (پر تا) له قرآنه هغه څيز چې شفاء دی (له ظاهري او باطني امراضو) او رحمت دی لپاره د مؤمنانو (چې نفع پرې آخلي) او نه زياتوي (دغه قرآن) ظالمانو (کافرانو) ته مګر زيان (هلاکت چې ايمان پرې نه راوړي) ([3]).
څرنګه چې په قرآني آيتونو سره چې تدريجا رانازليږي روحاني مرضونه ورکيږي او له زړونو څخه باطلې عقيدې، ذميمه اخلاق، شکوک او شبهات ليرې کيږي او با طني صحت حاصليږي، بلکې ډير ځلې د هغه له مبارک تاثير سره بدني صحت او روغتيا هم رامنځته کيږي، لکه چې د روح المعاني په تفسير، زاد المعاد او نورو کې د هغو حکمت او تجربه بيان شوې ([4]).
د نوموړي آيت په تفسيرکې داسې ذکر شوي :
وايات الشفاء في القرآن ستة :
(١) يشف صدور قوم مؤمنين .
(٢) شفاء لما في الصدور .
(٣) فيه شفاء للناس .
(٤) وننزل من القرآن ما هو شفاء ورحمة للمؤمنين .
(٥) و اذا مرضت فهو يشفين .
(٦) قل هو للذين امنوا هدى شفاء ([5]).
په قرآن کريم کې د شفاء آيتونه شپږ دي، يعنې هغه آيتونه چې په هغو کې د شفاء ذکر راغلى او د هغو په برکت سره شفاء حاصليږي شپږ دي، او له شفاء څخه مراد په عام ډول صوري، معنوي، قلبي او قالبي شفاء دی، د همدغه تفسير په همدغه مخ کې داسې ذکر شوي: )وقال السبکي رحمه الله جربت کثيرا الخ( يعنې حضرت سبکي رحمه الله فرمايلي چې څو ځلې مې د قرآنکريم آيتونه تجربه کړي الله تعالى د هغو په برکت ناروغ ته شفاء او صحت ورکړى، له قشيري رحمه الله څخه روايت شوى )انه مرض له ولدا ليس من حياته فراى الله تعالى في منامه فشکى له سبحانه وتعالى ذلک فقال له اجمع ايات الشفاء واقرئها عليه او اکتبها في اناء وا سعة فيه ماء محيت به ففعل فشفاه الله تعالى( ([6]).
ژباړه : يو ځل د قشيري رحمه الله زوی ناروغ شو، تر دې چې له ژوند څخه يې نااميده شو، الله تعالى جل جلاله يې په خوب کې وليد، د خپل زوی د ناروغي شکايت يې د الله تعالى په حضور کې وړاندې کړ، الله تعالى جل جلاله ورته وفرمايل : چې په قرآنکريم کې موجود د شفاء آيتونه راجمع کړه او هغه ورباندې دم کړه او يا دا چې هغه په يوه لوښي کې وليکه او اوبه يې ناروغ ته د څښلو لپاره ورکړه، قشيري رحمه الله همداسې وکړل چې په دې سره الله تعالى د هغه د زوی ناروغي ليرې او شفاء يې ورکړه.
ټول طبيبان په دې باندې معترف دي چې په دم او تعويز سره روح او جسم ته ځانګړې شفاء حاصليږي، نو انکار ورڅخه اعتبار نلري.
)وقال مالک لا باس بتعليق الکتب التي فيها اسماء الله تعالى على اعناق المرضى على وجه التبرک بها اذا لم يرد معلقها بذلک مدافعة العين الخ( ([7]).
ژباړه :مالک رحمه الله فرمايلي : د هغو نوشتو چې د الله تعالى نومونه پکې ليکلي شوي وي په ناروغ باندې راځوړندول څه پروا نلري، په دې شرط چې په هغه سره حقيقتا د نظر دفع کول نه وي مراد، له مرض څخه وروسته په غاړه کې د تعويذ ځوړندول د مرض د دفع کولو په نيت پروا نلري )ورخص الباقر في العوذة تعلق على الصبيان مطلقا و کان ابن سيرين لا يرى باسا بالشي من القرآن ان يعلقه الانسان کبيرا و صغيرا مطلقا وهو الذي عليه الناس قديما و حديثا الخ( ([8]).
ژباړه : حضرت باقر رحمه الله د ماشومانو لپاره د تعويذ ځوړندول مطلقا جائز او رخصت ګڼلي، ابن سيرين فرمايلي چې د تعويذ (د قرآن د آيت) ځوړندول د انسان لپاره جواز لري، که لوی وي او که ماشوم څه پروا نلري، چې په دې طريقه په قديم او موجوده وخت کې د ټولو مسلمانانو تر مينځ معمول دى )وفي الصحيح عن النبي صلى الله عليه وسلم انه رخص في الرقي مالم تکن شرکا وقال من استطاع منکم ان ينفع اخاه فليفعل ولذا نقول انه يجوز ان يکتب للمصاب و غيره من المرضى شيئ من کتاب الله و ذکره بالمداد المباح و يغسل و يسقي او يعلق عليه( ([9]).
ژباړه : په صحيح حديث شريف کې له رسول اللهصلی الله علیه وسلم څخه روايت شوى چې يقينا رسول اللهصلی الله علیه وسلم د دم کولو اجازه ورکړې، تر څو چې په هغه کې شرک نه وي، او فرمايلي يې دي : څوک چې قدرت لري چې نفع او خير ورسوي خپل ورور ته نو بايد هغه کار ترسره کړي چې د فائدې موجب وي، له همدې کبله وايم روا ده چې وليکل شي د مصاب او نورو ناروغانو لپاره د قرانکريم له آيتونو څخه څه شی، او همدا شان د هغو پريمنځل، ناروغ ته يې ورڅښل او ورباندې راځوړندول مباح او جواز لري .
)اختلف العلماء في کونه شفاء على قولين احدهما انه شفاء للقلوب بزوال الجهل عنها و ازالة الريب والثاني شفاء من الامراض الظاهرة بالرقي والتعوذ ونحوه( ([10]).
ژباړه : علماؤ د قرآن د شفاء کيدو په هکله په دوه قولونو کې اختلاف کړى، يو دا دى چې يقينا قرآنکريم د جهل او شکونو د ازالې په برخه کې د زړونو لپاره شفاء دی، دويم دا چې قرآنکريم د ظاهري امراضو لپاره شفاء دی، د دم او تعويذ په واسطه، الله تعالى جل جلاله په بل آيت کې فرمايلي : )یٰۤاَیُّہَا النَّاسُ قَدۡ جَآءَتۡکُمۡ مَّوۡعِظَۃٌ مِّنۡ رَّبِّکُمۡ وَ شِفَآءٌ لِّمَا فِی الصُّدُوۡرِ ( ([11]).
ژباړه : اې خلکو ! په تحقيق راغلی ده تاسې ته موعظه (پند) له جانبه د رب ستاسې او شفاء (دارو) لپاره د هغو (ټولو روحاني امراضو، چې دي په سينو د خلکو کې) ([12]).
)واستدل کما قال جلال الدين السيوطي بالاية على ان القرآن يشفي من الامراض البدنية کما يشفي من الامراض القلبية الخ( ([13]).
ژباړه : جلال الدين سيوطي رحمه الله په نوموړي ايت سره دليل نيولى چې قرآنکريم د بدنيمرضونو او ناروغيو لپاره شفاء ورکونکى دى، لکه څرنګه چې قلبي امراضو ته شفاء ورکوي.
ابن مردويه رضی الله عنه له حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه څخه روايت کړى فرمايلي يې دي چې يو ځل يو کس د سرور کائنات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په حضور کې حاضر شو او وې ويل : زما په سينه کې يو مرض دى، نو جناب رسول اللهصلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : قرآنکريم ولوله، ځکه چې الله تعالى فرمايلي )شِفَآءٌ لِّمَا فِی الصُّدُوۡرِ(.
د بيهقي په شعب کې له وائله بن الاسقع څخه روايت دى چې د رسول اللهصلی الله علیه وسلم حضور ته يو کس راغى او د ستوني (مرۍ) له درد څخه يې شکايت وکړ، رسول اللهصلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : په تاباندې لازم دى د قرآنکريم لوستل او تلاوت ([14]).
له آيتونو او احاديثو څخه په قرآنکريم سره دم او تعويذ ثابت شو، چې په دې هکله ګڼ شمير صحيح احاديث موجود دي، کوم چې د دم او تعويذ په جواز باندې دلالت کوي.
له حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه څخه روايت دى )قال ان جبرائيل اتى النبي صلى الله عليه وسلم فقال يا محمد صلى الله عليه وسلم اشتکيت قال نعم قال بسم الله ارقيک من کل شيئ يؤذيک من شر کل نفس وعين حاسد بسم الله ارقيک والله يشفيک( ([15]).
ژباړه : ابو سعيد خدری رضی الله عنه وايې چې حضرت جبرائيل علیه السلام د رسول اللهصلی الله علیه وسلم حضور ته تشريف راووړ او وې فرمايل : يا رسول اللهصلی الله علیه وسلم ! له ناروغۍ څخه شکايت لرې؟ رسول اللهصلی الله علیه وسلم وفرمايل : بلې (هوکې)، حضرت جبرائيل علیه السلام وويل: د الله تعالى په نامه سره په تا باندې دم اچوم له هر هغه څه نه چې تا ته ازار او تکليف رسوي، له هر نفس او هرې سترګې حسد (کينه) کونکي، د الله تعالى په نامه په تا باندې دم اچوم او الله تعالى شفاء درکوي تاته، له حضرت عائشم رضی الله عنها څخه روايت دى :
قالت ان النبي صلى الله عليه وسلم کان ينفث بالمعوذات فلما ثقل کنت انفث عليه بهن و امسح بيد نفسه لبرکتها( ([16]).
ژباړه : حضرت عائشم رضی الله عنها فرمايلي : رسول اللهصلی الله علیه وسلم به خپل ځان په معوذتينو سره په خپله دمولو، په هغه مرض کې چې وفات شو پکې، کله يې چې مرض سخت شو نو بيا به ما په جناب رسول اللهصلی الله علیه وسلم باندې دم اچولو (يعنې ما به دمولو) او رسول اللهصلی الله علیه وسلم به مې په لاس سره مسح کاوه د برکت د زياتوالي په خاطر، او همدا شان له حضرت عائشه رضی الله عنها څخه روايت دى : )قالت کان رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول في الرقية تربة ارضنا وريقة بعضنا يشفي سقيمنا باذن ربنا( ([17]).
ژباړه : حضرت عائشه رضی الله عنها فرمايي چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم به په دم کې ويل کله به يې چې د خپلې خولې مبارکي اوبه (لياړې) په خاوره ککړولې او د مسواکې (سبابې) ګوتې په سر به يې کيښودلې د مريض يا زخم د مسح کولو په وخت کې به يې دا کلمات ويل : دا خاوره زمونږ د زمکې جزء دى او زمونږ د ځينو د خولې اوبه زمونږ د ناروغانو لپاره شفاء ګرځي، زمونږ د پروردګار په اذن سره له حضرت ام سلمه رضی الله عنها څخه روايت دى )ان النبي صلى الله عليه وسلم راى في بيتها جارية في وجهها سعفة فقال استرقوا لها فان بها النظرة( ([18]).
ژباړه : يو ځل رسول اللهصلی الله علیه وسلم د ام سلمه رضی الله عنها په کور کې يوه انجلۍ وليدله چې په مخ کې يې د شيطان د ضربې اثر وه، رسول اللهصلی الله علیه وسلم وفرمايل : څوک دم کونکى ورته راوغواړى، ځکه چې په دې انجلۍ باندې د بدو سترګو اثر دى.
له حضرت ثابت بناني څخه روايت دى )فقال يا ابا حمزة اشتکيت فقال انس الا ارقيک برقية رسول الله صلى الله عليه وسلم قال بلى قال اللهم رب الناس مذهب البايس اشف انت الشافي لا شافي الا انت شفاء لا يغادر سقما( (رواه البخاري)
ژباړه : ثابت بناني رحمه الله چې له کبارو تابعينو څخه دى حضرت انس بن مالک رضی الله عنه ته ورغى او وې ويل : اې ابا حمزه ! له مرض څخه شکايت لرم، حضرت انس رضی الله عنه ورته وويل : څه خيال دې دى تا په هغه دم باندې دم نکړم په کوم دم به چې جناب رسول الله دم کولو، ثابت بناني رحمه الله وفرمايل مهرباني وکړى دم مې کړى، حضرت انس رضی الله عنه وويل : اې د مخلوقاتو پرورد ګاره او د ضررونو ليرې کونکيه شفاء ورکړې او ته شفاء ورکونکى يې، ځکه چې له تا پرته بل څوک شفاء ورکونکى نشته او نه پريږدي مرض، ذکر شوي ټول احاديث د دم په جواز باندې دلالت کوي او په دې سر بيره د دم په جواز کې نور احاديث هم په کثرت سره موندل کيږي او په شريعت کې له هغه څخه کومه منع نه ده راغلې، نو له همدې کبله له دم او نورو څخه انکار کول دا مستلزم ګرځي له صحيحه احاديثو څخه انکار کولو ته، نعوذ بالله منه .
د معوذتينو د نزول په سبب کې ډير وجوهات ذکر شوي چې يو لامل يې داسې ذکر شوی چې الله تعالى معوذتين رسول اللهصلی الله علیه وسلم ته د دم کولو لپاره را نازل کړي، او همدا راز دا آيت )و ان يکاد الذين کفروا ……. الاية( رسول الله ته له بد نظر څخه د حفاظت (ساتنې) لپاره رانازل شوى دى، اما جمهور مفسرين د معوذتينو د نزول سبب د لبيد ابن اعصم او يا د هغه د لور د سحر چې په رسولصلی الله علیه وسلم باندې يې کړى وه دفع کول ذکر کړى دى.
)فمرض رسول الله صلى الله عليه وسلم واشتد عليه مرضه ذلک ثلاث ليال فنزلت المعوذتان لذلک و اخبره جبرائيل علیه السلام بمواضع السحر فارسل عليا رضی الله عنه وطلحة رضی الله عنه وجاؤا به وقال جبرائيل علیه السلام النبي صلى الله عليه وسلم حل عقدة وقرء آية ففعل وکان کلما قرء اية انتحلت عقدة فکان يجد بعض الخفة والراحة( ([19]).
ژباړه : رسول اللهصلی الله علیه وسلم ناروغ شو، په دريو ورځو کې يې ناروغي سخته شوه چې معوذتان رانازل کړاى شول او حضرت جبرائيل علیه السلام رسول اللهصلی الله علیه وسلم ته د سحر ځاى ور په نښه کړ (يعنې د سحر د ځاى په اړه يې رسول اللهصلی الله علیه وسلم ته خبر ورکړ) پس حضرت علي رضی الله عنه او حضرت طلحه رضی الله عنه يې هغه ځاى ته واستول تر څو هغه شيان چې سحر ورباندې شوى وه را وباسي او را يې وړي، هغه شيان يې راوړل حضرت جبرائيل علیه السلام رسول اللهصلی الله علیه وسلم ته وفرمايل چې هره غوټه خلاصوه او د معوذتينو يو آيت ورباندې وايه، رسول اللهصلی الله علیه وسلم همداسې وکړل چې يو آيت به يې تلاوت کاوه او يوه غوټه به يې خلاصوله چې ورسره به د رسول اللهصلی الله علیه وسلم بدن مبارک ته راحت او د مرض خفت حاصليدو )وکلماتها وحروفها قرائة وکتابة للتعليق وللحسن (شفاء من کل داء) ديني و دنيوي حسي و معنوي قال طيبي تناول الجهل والکفر والمعاصي والامراض البدنية) رواه الدارمي والبيهقي في شعب الايمان( ([20]).
ژباړه : رسول اللهصلی الله علیه وسلم د سورة فاتحه په هکله فرمايلي چې د هغې د کلماتو او د حروفو ليکل د ځوړندولو لپاره او ويل يې (د هر مرض نه شفاء دی) عام له دې چې ديني مرض وي که دنيوي، حسي وي که معنوي، طيبي ويلي : جهل او کفر، ګناه او بدني امراضو ته شامل دى چې الله تعالى دا ټول د دې په توسط سره دفع کوي. شاه ولي الله رحمه الله په خپل کتاب کې ذکر کړي چې د اصحاب کهف نومونه له غرقيدلو، سوځيدلو او هر آفت د دفع کولو لپاره مجرب دي.
اهل السنة والجماعت د تعويذ په جواز او را ځوړوندلو کې د حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنه څوک چې يو جليل القدر صحابي دى په فعل سره دليل نيولى دى، لکه چې له عمرو بن شعيب له پلاره يې هغه له خپل نيکه عمرو رضی الله عنه څخه روايت کړى )قال ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال اذا فزع احدکم في النوم فليقل اعوذ بکلمات الله التامة من غضبه وعقابه ومن شر عباده ومن همزات الشياطين وان يحضرون فانها لن تضره فکان عبدالله بن عمرو رضی الله عنه يعلمها من بلغ من ولده ومن لم يبلغ منهم کتبها في صک ثم علقها في عنقه
ژباړه : عمرو بن شعيب رضی الله عنه له خپل جد څخه په روايت کولو وايي چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم فرمايلي : کله چې له تاسو څخه څوک په خوب کې وډاريږي بايد د خوب په وخت کې داسې ووايي : د الله تعالى په کلماتو سره پناه غواړم چې تامې (مکملې) دي کوم عيب او نقص پکې نشته او د هغو په ذريعه پناه غواړم د الله تعالى له غضب او عذاب څخه او د بندګانو له شر څخه او د شيطانانو له وسوسو څخه چې ماته حاضر شوي دي، نو هيڅکله به شياطين نوموړي کس ته په خوب کې ضرر او تاوان ونه رسوي، عبدالله بن عمرو چې د عمرو بن شعيب جد دى نوموړي به هميشه خپلو بالغو اولادونو ته نوموړې کلمې ورزده کولې او د نابالغه اولادونو لپاره به يې ذکر شوې کلمې په يوه کاغذ باندې وليکلې او بيا به يې هغه د خپلو وړو اولاد ونو په غاړه کې ځوړندولې، چې دا حديث په غاړه کې د تعويذ د تعليق (ځوړندولو) په جواز باندې قاطع دليل دى، ځکه چې د صحابي فعل د رسول اللهصلی الله علیه وسلم د دې قول له مخې چې ويلي يې دي (زما اصحاب د ستورو په څير دي په هر يوه پسې مو چې اقتداء وکړه لار مو پيدا کړه) قاطع حجت ګرځيداى شي )وهذا اصل في تعليق تعويذات التي فيها اسماء الله تعالى( ([21]).
ژباړه : همدا حديث شريف اصل او منشاء دى د تعويذ د ځړولو د جواز لپاره، البته هغه تعويذ چې په هغه کې اسماء الله ليکلی شوي وي، مولانا عبدالحق رحمه الله د لمعات په جلد : ۲، ص :٢٩٠ کې فرمايلي: له دې ځاى څخه په غاړه کې د تعويذ د اچولو (ځوړندولو) جواز معلوم شو.
)وفي ا لمجتبى اختلف في الاستشفاء بالقرآن بان يقرء على المريض او الملدوغ الفاتحة او يکتب في ورق و يعلق عليه آه او في طست و يغسل ويسقي وعن النبي صلى الله عليه وسلم انه کان يعوذ نفسه قال و على الجواز عمل الناس اليوم وبه وردت الاثار و لاباس بان يشد الجنب و الحائض التعاويذ على العضد اذا کانت ملفوفة آه( ([22]).
ژباړه : په مجتبى کې راغلي چې په قرآن سره د شفاء په طلبولو کې اختلاف شوى چې آيا قرائت دې شي په ناروغ يا ملدوغ باندې د فاتحه سورة او يا دا چې که په ورقه کې دې وليکل شي او په ناروغ دې را وځړول شي، يا دا چې په لوښي کې دې وليکل شي او د هغه اوبه دې په ناروغ باندې وڅښل شي، له رسول اللهصلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوي چې هغه خپل ځان دم کړى دى (يعنې په خپل ځان باندې به يې دم اچولو) ويلي دي چې په جواز باندې يې د خلکو عمل دى تر نن ورځې پورې او د هغه په جواز باندې صحيحه اثار وارد شوي او په دې کې څه پروا نشته چې جنب يا حايضه تاو شوي (پټ شوي) تعويذونه په مټ يا بل ځاى باندې وتړلي )ان التعويذ لو کان مشتملا على القرآن وغيره و يکون مستورا ففي الذهاب به الى الخلاء بعض توسيع(.
ژباړه : په فتح القدير کې ذکر شوي چې که چيرته تعويز په قرآن او ماثوره دعاګانو باندې مشتمل وي په داسې حال کې چې پټ وي (پوښل شوى وي) له هغه سره بيت الخلاء ته تلل د خلکو د توسع او وسعت لپاره جائز دي ([23]).
([1]) خير الفتاوى، ١ : ٣٤٨، بحواله : شامي، ج : ٥، ص : ٢٤٠.
([2]) سورة بني اسرائيل، آية : ٨٢.
([3]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۶۵۴.
([4]) کابلى تفسير، ج :٢، ص : ٥٣٧.
([5]) روح المعاني، ج : ۵، ص : ۱۴۵.
([6]) د روح المعاني تفسير،ج : ٥، ص : ١٤٥.
([7]) د قرطبي تفسير،ج : ١٠، ص : ٣١٩.
([9]) روح البيان، ج : ١، ص : ١٩٥.
([10]) تفسير قرطبي، ج :١٠، ص : ٣١٦.
([12]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۱۹۷.
([13]) د روح المعاني تفسير، ج : ٤، ص : ١٣٩.
([14]) د روح المعاني تفسير، ج : ٤، ص : ١٣٩.
([16]) رواه البخاري، ج : ٢، ص : ٨٥٦، في کتاب الطب والرقي.
([17] ) رواه البخاري، ج :٢، ص : ٨٥٥.
([19]) رواه الدارمي والبيهقي في شعب الايمان، مرقات، ج :٢، ص : ٦٠٤.
([22]) رد محتار،ج : ٥، ص : ٢٥٧.
([23]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل.



