ننګرهار: د ماین چاودني ۳ امریکايې عسکرټپیان کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۴) عبدالهادي همت
په ننګرهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله درې امريکايي سرتېري ټپيان شوي دي.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ٢٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې يې پر ځواکونو چاودنه شوې ده
په خبرپاڼه کې د پېښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
د ننګرهار د والي او امنيې قوماندانۍ وياندويانو له دې پېښې ناخبري وښوده، خو يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه پرون مازديګر ناوخته د جلال اباد ښار اړوند د نجم الدين اخندزاده او د چپرهار ولسوالۍ د للمې سیمو تر منځ شوې وه.
سرچينې زياته کړې چې امريکايي ځواکونه په ګزمه بوخت و چې تر يوه پولګوټي لاندې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.
داعش وسله والو د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.



