ملګري ملتونه: روان کال د جګړو له امله ۲۶ زره افغانان بې ځايه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۴) الماس خدرخېل
د ملګرو ملتونو په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، د روان میلادي کال له شروع نه څه باندې ۲۶ زره افغانان د جګړو له کبله بېځایه شوي.
ملګري ملتونه وايي، د پسرلي په راتګ سره کیدايشي جګړې نورې هم زیاتې شي او دغه شمیره زیاتوالی ومومي.
هغه بېځايه شوي کسان چي په وروستيو کي د جګړو له کبله له خپلو سيمو نورو ځایو ته کډه شوي وايي، که په ولايتونو کي يي امنيتي وضعيت ښه شي، بېرته به خپلو سيمو ته وروګرځي.
د ملګرو ملتونو راپور وايي د ٣۴ ولايتونو له جملې په ٢١ ولايتونو کي خلک بېځايه کيدو ته مجبوره شوي، خو په ننګرهار، کندهار، فارياب، هلمند او زابل کي د بېځايه شویو کسانو شمېر تر ټولو زيات ښودل شوی دی.
هره اوونۍ د هوا له ګرمېدو سره پوځي شخړې شدت مومي، په ځانګړي ډول جګړې په کندز او بغلان کې د دې سبب شوي چې يوازې تېره اوونۍ څه باندې ٣نيم زره کسانو خپلې سیمې پریښي دي.
د غه راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۶ لکه او ۵۳ زره کسان له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.



