د عدليې وزارت وايي، ۲۵۹۳ ټولنو او ۶۰ سياسي ګوندونو ته د فعاليت جواز ورکړل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۴) الماس خدرخېل
د افغانستان د عدليې وزارت وايي، چې د لسګونو سياسي ګوندونو د کار کولو جوازونه يې لغوه کړي دي.
د دغه وزارت وياند امان رياضت په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د افغانستان سياسي جوړښت ديموکراسي، سالمو سياسي او ټولنيزو فعاليتونو ته لار هوارول دي.
هغه زياته کړه: (زموږ غوښتنه دا ده چې ګوندونه او ټولنيز بنسټونه د قانون په رڼا کې د سالم سياسي او ټولنيزو فعاليتونو په چوکاټ کې رامنځ ته شي چې د قومي او غيرملي فعاليتونو مخنيوى وشي).
هغه همداراز وويل، چې په هېواد کې ۲۵۹۳ ټولنو ا و ۶۰ سياسي ګوندونو لباره د فعالیت جواز ورکړل شوی دی.
امان رياضت وويل، د يادو ګوندونو او ټولنو سربيره يط ۱۰۸۰ د معاملاتو لارښوونو دفترونو ته هم جوازونه ورکړي او په خبره يې په تېر يو کال کې يې له دې لارې ۱۹ ميليونه افغانۍ عايد لاسته راوړی دی.
هغه زياته کړه: (عدليې وزارت په مختلفو ولايتونو کې د څه د پاسه ١٦١٩٤ جريبه ځمکې، ٢٧١ هټيو، ٦ انګړونو، يو اپارتمان او د زياتو پيسو غصب مخه نيولې ده، چې زياتره ځمکې په ننګرهار، هرات، بلخ او کابل ولايتونو کې غصب شوي دي).
تر دې مخکې په هېواد کې ۱۱۰ سياسي ګوندونو د فعاليت رسمي اجازت نامې درلودلې.



