د غني حکومت که د سهامي شرکت؟

تبصره

څه موده د مخه راپورونه ورکړل شوي وو چې په حکومت کې ۵۲۰۰۰ پوستونه د ډاکټر عبدالله او اشرف غني د اختلافاتو له امله تش پراته دي د مرکز په شمول د ولایاتو ځوانان د بې روزګاریو له امله په مرګونو لارو اروپایي هیوادونوته روان دي او په خپل هیواد کې ېې کار نه موندل کیږي.

له تیرو درې میاشتو راپدیخوا په ارګ کې د عطامحمد نور او اشرف غني ترمنځ د جمعیت ګوند په اړه مصلحتي خبرې روانې وې، یو شمیر کړیو به ویل، چې حکومت د جمعیت ګوند په اړه د نور سره په خبرو بوخت دی او غواړي په جمعیت ګوند کې د څو څوکیو په ورکړه نور خوښ وساتي او اشرف غني د موجوده تهدیدونو څخه خپل حکومت وژغوري.

د اشرف غني او نور خبرې په دې پای ته نږدې شوې، چې عطامحمد نور ته د بلخ ولایت وسپارل شو، خو اشرف غني په یوه ګذار دوه ښکاره وکړل، یو ېې د نور له شره ځان خلاص کړ او بل ېې د جمعیت ګوند ترمنځ درز واچاوه، چې که د جمعیت ګوند یوموټی وای نو ګلبدین څه چې د ګلبدین عکس به هم چا کابل ته نه وو انتقال کړی.

اوس دادی د اشرف غني په یوه ګزار دوه ښکاره ثابت شول، چې د جمعیت ګوند ترمنځ مخالفتونه اوج ته ورسیدل، نور وایي ډاکټر عبدالله دې له ملته بخښنه وغواړي او د جمعیت ګوند یوشمیر مشران بیا وایی، نور هیڅ وخت د جمعیت د ګوند نماینده ګي نه شي کولای، د ارګ سره د نور خبرې د هغه شخصي نظردی.

د بلې خوانه په امنیتي او دفاعي چارو د اصلاحاتو په برخه کې د دولت د وزیر په توګه د امرالله صالح ټاکلو بحثونه رامنځته کړي دي، ویل کیږي که امرالله صالح کې د هیواد دفاع صلاحیت وای نه دمخه به استعفا ته نه اړکیده او یابه د دفاع وزارت ورته ورکړل شوی وای.

د صالح ټاکل به په نږدی ورځو کې څر ګندشي که ېې دهیواد په امن کې مرسته وکړه او هغه ولایات، چې دا مهال پکې جګړې روانې دي امنیتي وضع ېې کنترول کړل شوه اشرف غني بیا له نیوکو ځان خلاصولی شي او که امنیتي وضع نوره هم خرابه شوه، نو بیا خو ښکاره خبره ده چې اشرف غني د مصلحتونو له حکومته د مشارکت حکومت جوړکړی دی.

څه موده دمخه چې اشرف غني په درې میاشتو کې هم د عبدلله سره نه لیدل د هغې لامل دا وو، چې کوم کسان به اشرف غني په لوړو پوستونومقررول هغوی سره به عبدالله موافقه نه درلوده او کوم به چې عبدالله وغوښتل اشرف غنې به د مقررۍ امر نه ورکاوه لکه د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون د رئیس په توګه د نادر نادري له تقررۍ سره اجرائیه رئیس مخالف و او دا چې امرالله صالح د عبدالله له پلویانو څخه دی، نو داسې ښکاري چې غني د مشارکت او معاملې لار وینوله.

که د صالح مقررۍ ته د مشارکت یا د معاملې نوم ورکړل شي دواړه پرځای دي، غوره خبره دا ده چې د اشرف غني حکومت ته د سهامي شرکت نوم ورکړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button