ترکيې له هالنډ سره خپلې ديپلوماتيکي اړيکې وځنډولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۴) الماس خدرخېل
وروسته له هغې چې هالنډ روټرډام ته د ترکيې د ولسمشر طیب اردوغان د حکومت په ملاتړ په دوو ناستو کې د دوو وزيرانو د وينا کولو مخه ونيوله، ترکيه وايي چې د هالنډ سره يې دپلوماتيکي اړيکي ځنډولي دي.
تېره ورځ ترکيې ويلي و، چې د هالنډ سفير به انقرې ته پرېنږدي.
د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموس د دې پرېکړې اعلانولو پرمهال وویل: “موږ دقیقاً کټ مټ هماغه کار کوو چې دوی له موږ سره کړی دی. د انقرې پر هوايي ډګر به د هالنډي چارواکو لېږدوونکې الوتکې ته د کښېناستو اجازه ورنه کړو او د دوی الوتکو ته به د ترکیې له هوايي حریم نه د ګټې اخیستو اجازه هم ورنه کړو”.
په ورستيو کې ترکيې د طيب اردغان به ملاتړ په جرمني، هالنډ، اتريش او سويزلنډ کې د غونډو جوړولو پروام درلود خو د ځايي چارواکو د مخالفت له کبله لغوه شو.
ددغو ناستو د لغوه کېدو په درشل کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان جرمني او هالنډ د “نازیانو” پر پلونو پل اېښودونکي وبلل او ویې ویل چې دوی “له اسلامه وېره لري”.
بل پلو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويل، چې په سر کې جرمني او بیا وروسته نور اروپايي هیوادونه په چټکه توګه د ترکیې وده او پرمختګ تحمل کولی نشي.
هغه وویل چې د جرمني او هالنډ نه به د ترکیې په مقابل کې د غوره کړي چټل او ضد انساني چلند حساب پوښتنه د ډیپلوماتیکو لارو څخه وکړو او په خبره يې ترکیه به د نوموړو پر خلاف د اروپا د بشري حقونو د محکمې دروازه وټکوي.
د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل له هالنډه د خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.
اردغان د يو خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې د ميرکل په ځواب کې وويل: (تر کومه چې دې وس رسیږي د هالنډ نه ملاتړ وکړه، ترهګرو نه ښکاره ملاتړ کوۍ، ایا تاسې د عدالت د تامینولو په خاطر د ترهګرو ډلو او سازمانونو نه ملاتړ کوۍ او په خپل هیواد کې ورته ځای ورکوئ؟ تاسې ولې د ترهګرو په مقابل کې دا ډول حساسیت نه ښکاره کوئ؟



