دا ځينې پښتانه خو د تاريخ په لمن داغ شول!

ليکوال: امين وردګ
افسوس چې هر چا ته خو پښتون نه ويل کېداى!
پښتانه د تاريخ په لړ کې د لعلونو د دانو په توګه ځلېدلي دي، پښتون د تاريخ شمعه او فانوس دى.
خو افسوس چې نن هر سرکوزي ته پښتون ويل کيږي.
کله کله مې چې دا زړه په کوکو شي؛ نو د احمد شاه بابا له لمسيو را نيولي بيا تر کمونستي دور پورې ټولو غدارو پښتنو ته ښېراوې وکړم.
که سدوزائي اميرانو يو د بل سترګې نه واى ايستلې؛ نو بارکزيو به ولې له انګرېزانو سره شرموونکې معاهدې کولې .
که محمدزو او بارکزو خيانتونه نه واى کړي؛ نو کمونستي اجيرانو به ولې افغانان په اور کې اچول او ولې به يې د افغانستان پاکې خاورې ته سره لړمان راوستل.
که پخوانيو جهادي رهبرانو له الله سره پر کړو ژمنو وفا کړې واى؛ نو ولې به نن د دوى لوڼې لوڅې ګرځېدلې.
که اوسنيو مشرانو د اسارت او غلامۍ ځنځيرونه غاړو ته نه واى اچولي؛ نو ولې به نړۍ موږ ته طعنې را کولې؟ ولې به تورو ته سپين او سپينو ته تور ويل کېدل؟ ولې به د خوار ملت واګې قاتلانو، غاصبانو او وحشيانو ته ور کول کېدلې؟ که دغو مشرانو خپل پښتون مزاج او پښتون تکل په مادياتو نه واى پلورلى؛ نو ولې به نن د طاغوت لښکر پر موږ باندې راج چلولو؟
کله کله مې دا زړه غواړي؛ چې راشه نوره پښتو مه وايه او ځان ګونکى وښيه.
د پښتون تاريخ چې هر څوک مطالعه او بيا يې له دغو سرکوزو پښتنو سره مقائسه کړي؛ ارو مرو به يې سترګې له اوښکو ډکې شي.
اې پښتنو! د خداى خاطر وکړئ؛ يا له اسارته ووزئ او يا له پښتونولۍ.
په الله قسم کوم چې له پښتانه سره غلامي او بې غيرتي نه ښايي.
پښتون بايد د سر تاج وي نه د تشناب کاغذ.
نن چې زه د پښتون قام دا ځينې لانځکې ګورم؛ قسم په خداى په رڼکيو مې درد شي.
لربر پښتون قام د تبا کېدو په درشل ولاړ دى.
دواړو لوريو ته پښتانه په نښه شوي دي.
تاسو لر پښتانه وګورئ !
په سوات او باجوړ سيمو کې پاکستاني فوځ هغه لوبې وکړې؛ چې روس په افغانستان کې لا نه وې کړې.
په پېښور او کويټه ښارونو کې داسې چاودنې وشوې؛ چې په پنجاب کې نه وې شوې. مګر کله چې د (لال شاباز قلندر) په زيارت کې بمي چاودنه شوه نو پاکستاني پوځ (سم له لاسه) له افغانستان سره پوله وتړله او هر نوع تجارت يې بند کړ؛ دا ولې ؟
دا ځکه: چې پاکستان ته منسوب پښتانه مشران هم په اسارت او غلامۍ کې ژوند کوي؛ برېتونه يې لا د ايجړاګانو دي. ځکه چې د دغې پولې تړل يوازې د پښتون قام په زيان دي. مګر بيا هم پښتانه د غفلت خوب نه پرېږدي !
نن داسې حالت راغلى چې هم په پاکستاني حکومت کې پښتانه کاسه پاکي دي او هم په افغاني حکومت کې ؛ نه دلته سرداران دي، نه هلته. نه دلته هوښيارن مخته شوي، نه هلته. نه دلته خپلواک پښتانه څوک په نظام کې شريکوي، نه هلته.
خو که دا حالت همداسې دوام وکړي؛ يقين وکړئ چې پښتون ټبر به په راتلونکي کې يوازې چپړاسيتوب او جاروکشي کوي بس.
قسم په الله کوم چې له پښتنو سره په اسارت کې ژوند نه ښايي او چې څو د اتحاد او بيا خپلواکۍ د پاره کوټلي ګامونه پورته نه کړي ؛ لا به ذليل او رسوا شي.


