زه د وحشي لیوانو  له خولې چا وژغورلم؟!

لیکوال: حافظ معاویه

دا چې زه د خپل  ولایت یا هم ولسوالۍ او کلي نوم نه  ذکر کوم د خپلو مشکلاتو له وجي!

زما یو انډیوال و عمر نومیده چې د مدرسي طالب دی او زوړور مجاهد هم دی  زمونږ کلي کې د مولوي روح الله په نوم یو ډلګۍ مشر و او عمر په همدې ډلګۍ کې و خپله جهادي مبارزه یې کوله.  عمر چې درویشت کاله۲۳عمر لري!  همدلته په خپل ولایت ولسوالۍ کې یې په دښمن باندي کمینونه او ځای پرځای به یې چیریکي بریدونه کول.

په اول کال چې کندز طالبانو فتحه کړ په همدې کال عمر هم د کندز په دې ستره فتحه کې برخه واخیسته چې کله عمر پس له څو میاشتو راغی د کندز قیصې یې کولې د فتحي او د هغه ځای د خلکو او مجاهدینو.

  زما په زړه کې هم د کندز مینه ورو ورو زیاتيدله زه هم مجاهد وم لیکن بل ولایت ته نه وم تللی په خپل ولایت کې به ماهم پټ مخي کارونه کول د مشکلاتو له وجهي.

یوه ورځ غرمه مهال و راووتم له کوره نیغ په نیغه د عمر دوی کور ته ورغلم د کور ماشوم راووت ما د عمر پوښتنه ترې وکړله! عمر چیری دی؟

ماشوم راته وویل! عمر مرکز ته تللی ده نور ملګري ورته راغلي و!

زه هم مرکز ته ورغلم ګورم چې عمر ناست دی درې ملګري نورهم ورسره دي خوږ مجلس شروع دی ما اشاره ورته وکړله چې بهر راووزه هغه هم وار له مخي بهر راووت.

راته یې کړه زیده خیرت وڅنګه په دې وخت مرکز ته راغلې؟

 مانو خپله قیصه ورته شروع کړه  مال عمره زه کندز ته روان یم د لارې طریقه راوښایه څنګه وکړم چا ته ورشم په کومه لاړشم نو عمر هم نا ونه کړل بلي کوټي ته لاړو هلته مو مجلس وکړ طریقه هرڅه یې راته وښودل.

بس فیصله په دې وشوه چې سبا سهار وختي به ته درومې او سفر به شروع کوې. ما هم ورسره خوښه کړه. سهار وختي له لمانځنه بعد متصل ووتم او سفر مې شروع کړ مور پلار وروڼه هېڅوک.مې نه دي خبر کړی.

 دا چې له کلي راووتم بازار ته لاړم اډې ته ورسیدم یو یو کس رادرومي ورو ورو موټر ډکېږی خیر سپرلي پوره شوه موټر حرکت وکړ کابل ته چې ورسیدم ډیر نادره راته ښکاره شو بېخي مي نه و لیدلي. د افغانستان خلک دۍ بغیر له ضرورته نه ګرځي چیرې او بیا چې غریب هم شې. خو خیر دلته لږ وګرځیدلم خوند یې خدای شته راکړ.

د کندز د اډې پوښتنه مې وکړله یو بابا اډه راته په ګوته کړه ماهم مننه ترې وکړه اډې ته لاړم  سیټ مې ځان لپاره ونیو خدای شته هغه د چا خبره، ښه جګ یې راباندې خرڅ کړ.

خو خیر زه بلد نه وم  له ساعت نیم وروسته مو مزل شروع کړ مخ د کندز په لوری

څنګ کې مې بل کس راسره ناست ده مخ یې پاک تراشلی دی هیڅ ویښتي نه پرې معلومېږي موټر ښه په تیزی روان و  یو وخت ګورم چې سالنګ راورسید دلته مې نو له ده سره هم مجلس شروع کړ ده غوښتل له ما وپوښتي چې دکم ځای یې؟

خو ما وار پری مخته کړ!

مال ورورکه د کوم ځای یې؟

راته یې کړه زه په کابل کې پوهنتون وایم خالد نومېږم د بغلان ولایت ناحیه ولسوالۍ یم.

مال ښا کور ته روان یې؟

خالد: بلي هو کور ته روان یم’

له ما یې پوښتنه وکړه ته د کوم ولایت یې او چیری روان یې؟

مال زه د پلانکي ولایت او پلانکۍ ولسوالۍ یم  او اوس کندز ته روان یم  خالد ځیر ځیر مخ ته او کالیو ته راته وکتل  ما چي کالي سپین اغوستي و ږیره مې هم پریښي وه سپین مې څادر و

خالد راته کړه ویل کندز کې څه کوې؟

مال هلته امامتوب کوم امام یم  بیا یې راته وکتل ویل له رنګه طالب راته ښکاری او دا خبر چې بل چاته ونه کړی چې زه امامتوب کوم مال ولي؟

راته یې کړه! چې ګوره له رنګه دې معلومات کېږی طالب یې او بله دا چې مخته یو ځنځیر په نوم د خنجان  را درومې هیڅ ږیرور سړی نه پریږدي زورور وهل ټکول ورکوي آن دا چي جیل ته یې اچوي اردو پولیس امنیت استخبارات ټول ولاړ وی.

مال نو څه وکړم؟

ویل یې چې که یې ښکته کړی ورته وبه وایې دلته بغلان ته راغلی یم دلته مو رشته داران دی هغوي کره ځم او که د رشته دارا پوښتنه یې وکړه بیا ماته غږ راوکړه نور ته خلاص یې!

خدای شته چې خالد دا خبرې  راته وکړې له خبرو یې حقیقت معلومیدو او نور هم راته ګران شو خو خیر  ځنځیر ته لار پاتي وه ما سوچونه وهل مال که یې ښکته کړی په پوښتنو کې دی دروي او خالد هم یو پوهنتوني ده کیدای شي مرسته درسره ونه کړی او خدای مکړه بندي نه شي هلته مور پلار ورورڼه راته یاد شول مال هغوی هم څوک نه دي خبر عمر به هم له ډاره زما پلار ته نشي ویلي چې ما لیږلي اوس یې درک نشته.

تر ځنځیره سل زر سوچونه راسره ملګري شول  بالاخره ځنځیر راورسید  چې ګورم اردو، پولیس، امنیت او استخبارات ټول ولاړ دي. خالد رښتیا ویل موټر ته یې اشاره ورکړه ودرید زړه مې درزا واخیست ایت الکرسي مې بار بار تیروله.

 عسکر راوخوت په ساده کالیو کې استخباراتو واله وو یو خوا بل خوا یې کتل ۳۰۳ غټ موټر وو له یو کس نه یې د تذکرې غوښتنه وکړه تذکره یې ورښکاره کړه لږ یې ورته وکتل بیرته یې تذکره ورکړه نو را روان شو ماته چې راورسید له ما یې د تذکرې غوښتنه وکړه ماهم په خندا کې تذکره ورکړه راته یې وکتل بغیر له پوښتنې ویل راځه راکوز شه ماهم ولي ورته ونه کړل ورکوز شوم.

لباس مي د قاریان وعالمانو کړی و ږیره مې پریښې وه بلا ډیر عسکر ولاړ دي  راته یې کړه دلته څه کوې ته طالب یې تروریست یې پنجابی یې رعب یې راباندې اچولو. مال نه سربازه یو هم نه یم بغلان ته راغلي یم دلته مو رشتداران دي خو راسره یې وه نه منل اخر مجبور شوم ورته مې وویل رشته دار مې هم راسره دی موټر کې ویل هغه هم راکوز کړه ښه په قهرجنه لهجه یې راته وویل.

ورغلم مال خالده غواړی دی د خالد سره دی خدای ښه وکړی راکوز شو.

هغه ورته وویل چې هو دا زما رشتدار دی راغلي ده له ماسره صبا بله ورځ بیرته درومي هیڅ طالب ندي.

زه ورته ولاړ یم خالد سره عسکر غصه شو یوه ښه مضبوطه څپیړه یې خالد ته ورکړه مخ یې سور واوښت  خو خالد بیاهم ورته ویل نه دامې رشتدار دی هلته مو کور دی ته بیا کولي شې ما وغواړی داکس هم زه درته حاضروم.

خالد ډیری خبری ورته وکړی داسي نیم ساعت به یې درولي وو بیا یې په نه زړه اجازه راکړه.

ایله مې زړه ولګید یوه ښاا غټه ساه مې واخیسته مال شکر خدایه چې له دی وحشي لیوانو دی خلاص کړم.

ماښام مهال وو زه بلد نه وم هلته د کندز ملګری زنګونه راته وهل چې څه دی وکړل چیرته یې خالد له هغوي سره وغګید ویل نن شپه به زما سره وکړی صبا به یې زمونږ د سیمي طالبانو ته وسپارم هغه به یې در ورسوی ملګری مې ورسره خوښه کړه.

خالد ښه شپه راکړه مجلس مو وکړ خالد سخت راته ګران شو خو هغه څپیړه چې به رایاد شوه چې وحشي عسکر خالد جان ته ورکړه هیڅ مي خالد ته مخ نه درلود سخت به تری وشرمیدم

صبا سهار مو لمونځ وکړ ناشته یې راوړه چای مو وچیښ خالد راته ویل چې یوه شپه به بله هم راسره کوی نن چکری درکوم ما ورته وی نه خیریوسي دا هرڅه وو او دا ښه چې تا له ماسره وکړل تر ورځ د قیامته به یې هیر نکړم او وعده مې ورسره وکړه که خدای تعالی مقبول شهادت راکړ تا او ستا د ټولي کورنۍ شفاعت به کوم.

خالد سترګو کې اوښکي ډنډ شوی خالد په عمر له ما وړوکي و.

ویل یې چې د وطن اصلي بچیان تاسو یاست چې دومره وړه قرباني هم مونږ نشو کولي بیا زرځله له ژونده مرګ بهتر ده راته.

د خالد سره مې خدای پاماني وکړه دخپل کلي طالبانو ته یې وروستم د هغوی له لاری کندز ته ورسیدم.

د یو پوهنتوني مینه د طالبانو سره.

نور دې پاک پروردګار ګران او خوږ افغانستان د اشغالګرو او د هغوی له غلامانو څخه ازاد کړي.

امین

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button