د وکیلانو ساتونکي له چرس او چلم سره د ملي شورا انګړته ننوځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۵۹) محمدطاهر
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وایي، د یو شمیر وکیلانو ساتونکي له چرس او چلم سره یوځای د ملي شورا د ودانۍ انګړ ته رادننه کیږي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار په پرونۍ ناسته کې وويل چې د شورا ځينو امنيتي چارواکو ورته دغه خبرې په يوه ناسته کې کړې دي.
فضل هادي مسلمیار چې پرون د جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې وویل، د امنیتي مسئولینو له دغو خبرو ډیر وشرمېدم.
د امنيتي چارواکي د ځينو استازو د ساتونکو په اړه داسې خبرې کوي چې د تالار په داخل اود رسنيو په وړاندې د ويلو وړ نه دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د وکیلانو دا وضعیت د زغملو وړ نه ده، ځکه چې ملي شورا کوم ژوبڼ او د لو چګانو مرکزنه دی.
مسلمیار ګواښ وکړ که کومه پیښه رامنځته شي نو وکیلان به يې مسئول وي.



