د سوریې  د وسله والومخالفینو ایتلاف د استانا د سولې له دریمی غونډی سره خپل پریکون اعلان کړ

د الجزیرة نه په مننی

عزیر اسدخیل

د سوریی دوسله والومخالفینو د ایتلاف ډلی ویاند أسامه أبوزید د استانا غونډی ته ویلی دی چی  د وسله والو مخالفینو ایتلاف به هیڅکله داستانا په هغه غونډه کې ګډون ونکړی چی سه شنبه دایریږي او د چهارشنبی تر سهاره به دوام کوي، ابو زید د الجزیرة سره په خپله یوه ځانګړه مرکه کې څرګنده کړه چې د دغې ډلی د نه ګډون فیصله وروسته له هغی اعلان شوه چی روسی اړخ د دی ایتلاف د هیت د رییس محمد علوش د ګډون مخالفت وکړ.

ابوزید زیاته کړه چی د سوریی د مخالفو وسله والو لخوا په استانا کي د سولې د پروسې په دریم پړاو کي ګډون کول په دې معنی دی چی د حمص به الوعر کلی کی د روسانو او سوریی لخوا د خلکو شړل په رسمیت پیژنی چې دا ډول شړل له دې نه مخکی په وادی بردی کی د دمشق په ریف کی هم ترسره شوی وه او کیدای شی په نورو سیمو کی هم دا ډول اعمال رامینځته شي.

د سوریی رژیم او مخالفینو اعلان وکړ چې د حمص په الوعر سیمه کی تیره دوشنبه اتفاق وشو چی د روسانو وساطت او منځګړتوب به رعایت کیږي او په دی فیصله وشوه چی د مخالفینو سرتیری به ووځي او تول هغه څوک به هم چې په خپله د وتلو غوښتنه کوی هم ووځی چی سیمه ایز ځایی اوسیدونکی دی خو د شمال لوری ته به ځی، او په دی شرط چی د موافقی شرطونه به منی او عملی کوی به یی خو چې له دوه میاشتو زیاته موده ونه نیسي.

د سوریی د وسله والو مخالفینو ویاند روسی اړخ په دی ملامت کړ چی په استانا خبرو اترو کی د نه ګډون فیصلی یوه برخه پړه د روسیی پر غاړه هم ده ابو زید څرګنده کړه چی وسله والو مخالفینو دا نه ده حس کړی چی روسانو په سوریه کی د سولی په راتلوکی ستر رول لوبولی روسیی یواځې د بشار الاسد رژیم ملاتړ کړی تر دی چی څه موده مخکی مسکو د سولی په د غونډې په ناسته کی د ویتو حق په دې موخه مات کړ څو په سوریه کی د کیمیاوی وسلو د استعمال پروژې د مرتکبینو محاسبه له مینځه وباسي.

ابو زید وویل چی وسله وال مخالف ائتلاف د استانا له خبرو اترو نه څو شیان ترلاسه کړل:

تعهد یی واخیست چی روسیه به په وادي بردي سیمه کې نوره مداخله نه کویخو دا کار د خبرو ترو نه لږ وروسته ترسره شو او د استانا په دوهمه غونډه کی یی باید داسی کړی وی چی ټول اړخونه چی په روغه جوړه کی سره ناست وو په هغه سیمی کی خامخا ناست شوی وی چی رژیم د اوربند له موافقی بیرته نیولی دی.

د تیر کال په پای کی دا کار ونه شو نو د مخالفینو لخوا د استانا په دریمه غونډه کی پریکون اعلان شو همدغه ویاند وویل چی د استانا په غونډه کی ګډون نه کول به د مخالفینو اختیارات پراخه نه کړی او په پرلپسی توګه د رژیم له لوری د اوربند ماتول د د دمشق او درعا د القابون او  برزه په ښارونو کی د اوربند ماتول دوام لري.

له بل پلو نه د الجزیرة ویاند ویلی دی چی د روسیی او سوریی رژیم هیئتونه د تیری دوشنبی په ورځ په کزاخی پلازمینه کی استانا ته رسیدلی دی او ټاکل شوی ده چی د سه شنبه په ورځ به دریمه غونډه پیل شی او دوه ورځی به دوام وکړي او د اوربند د پرځای کولو لپاره خبری اتری کوي. د کزاقستان د بهرنیو چارووزیر کشف کړی دی چې عبدالرحمانوف د سوریي دولتي سفیر، ستیفان دی مستورا او د امریکا د متحده ایالاتو استازی او د اردن استازو ته بلنه ورکړی ده چی د استانا د دریمی غونډه کی د ګډون پر مهال د څارونکو په حیث ګډون وکړی.

ویل کیږی چی لومړي غونډه په استانا کی په تیر جنوری کی جوړه شوی وه چی هغه اوربنډ ټینګ کړی چی په ۲۹ د دسمیبر د روسیی او ترکیی تر مینځ پری توافق شوی وی او دوهمه غونډه په ۱۶ د فروری جوړه شوی وه او او وروستۍ پایلی له اعلانونولو پرته پای ته رسیدلی وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button