مدرسه؟!

عزام کابلی

بسم الله الرحمن الرحیم

د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دین په رسولو کې د امت لپاره  ډیر کړاونه تیر کړل له همدې امله صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین دومره سترې قربانۍ ته تیارشول چې د خپلې خولې مړۍ به یې د خپل مسلمان ورور وه.

دا ټول د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د محنت اومشقت ثمره اونتیجه وه. د صحابه کرامو د تربیت لپاره یې په مسجد نبوي کې مدرسه [اصحاب صفه] جوړه کړه. دغه مدرسه په اسلام کې لومړنۍ مدرسه ده چې بنیاد یې په خپله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ایښي و؛ له دې وروسته  د سلفو په ادارو کې د دیني مدارسوبهترینې نمونې شته.

مدرسه صرف د یوې چاردیوارۍ نوم نه دی بلکې مدرسه  د دین د رسولو او د دین د بقا لپاره یو محور دی. مدرسه هغه ځاي ده چې هلته د انسانیت درس ورکول کیږي. مدرسه هغه ځاي ده چې د معاشرې لپاره اشخاص پکې تیاریږی  مدرسه د دیني علومو د تقسیم مرکز دی.

که نن سبا زمونږ په ټولنه کې دیني مدارس نه وای؛ نو مونږ به له ډیرو بدبختیوسره لاس او ګریوان و همدا مدارس دي چې زمونږ د نوي نسل دیني تنده یې خړوبه کړې ده، همدا مدارس دي چې مونږ یې په نیغه لار روان کړي یو او مونږ ته يې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم اوصحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین نقش قدم را ښودلي ده، همدا مدارس دي چې د معاشرې د اصلاح په کوشش کې یې خپل قیمتي اوقات صرف کړي دي.

برصغیر چې هغه وخت لا د هندوستان تقسیم نه و شوي او په برصغیر د انګریز تسلط و؛ د هندوستان علما‌ؤ ډیر تکالیف برداشت کړل. هلته چې د انګریز تسلط ورځ تر بلې زیاتیده نو د وخت علما‌ء کرامو دغه ضروت محسوس کړ چې باید یوه داسې اداره اوجامعه وي چې د انګریز د قانون مخه پرې ونیسي تر دې چې مولانامحمدقاسم نانوتوی رحمه الله  د یوې مدرسې اراده وکړه همغه وه چې په خوب کې ورته رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مدرسې نقشه په خپله مبارکه امسا اچوي سبا ته چې مولانا صاحب مرحوم له خوب څخه راپورته کیږي ګوري چې همغسې نشانونه دي کوم يې چې په خوب کې لیدلي و. مولانا محمد قاسم نانوتوی رحمه الله  د دغې مدرسې سنګ بنیاد په یو داسې وخت کې کیښود چې خلک د نا امیدي انتهاته رسیدلي وه.

د همدغو مدارسو په برکت سره  نن د دنیا په کونج او کنار کې د دین ترویج اوتبلیغ روان دی هغه  که د جهاد په صورت کې  ده  د تصوف په صورت  کې ده  دعوت اوتبلیغ په صورت کې ده دا ټول د دغو مدارسو د شپی او ورځې د تکالیفو نتیجه ده.

مدرسه  د تربیت اوتعلیم لپاره  یوه مورنۍ زانګو ده.

مدرسه  دځوان نسل لپاره د علم اوجهاد د سپاهیانود تیارولو مرکزدی.

مدرسه د تمام عالم اسلام لپاره د [برق اسټیشن] حیثیت لري له کوم څخه چې انسانیت ته د علم او تقوی  بجلي تقسیمیږی.

حضرت ابوهریره رضی الله عنه د مدینی منوری په کوڅو کې اعلان کوي وایي خلکو راشئ په مسجد نبوی کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم میراث تقسیمیږي خلک چې راځي ګوري چې څوک تلاوت کوي څوک په تعلیم لګیا دي او څوک…. خلک ورته وایي ابوهریره! دا نو څنګه میراث ده دغه جلیل القدر صحابي ورته فرمایي د پیغمبرصلی الله علیه وسلم میراث خو همدا ده او بس.

مدرسه د علم او هنر،  د تقوی او ادب یوه تر ټولو ستره کارخانه ده.

مدرسه یوه داسې کړۍ ده چې یو سر یې د طالب العلم په لاس کې دی بل سر یې د الله رب العزت په قبضه کې دی.

 ابو هارون عبدي اوشهر بن حوشب وایی چې کله مونږ د حضرت ابوسعید خدری رضی الله عنه په خدمت کې حاضرشوو نو راته یې  وفرمایل  پخیرراغلې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وصیته! پخیرراغلي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې عنقریب به تاسو ته ځمکه مسخر کړی شي نو تاسو ته به کم عمره خلک رازي هغه به د علم تږي وي د تفقه فی الدین خواهش مند به وي او له تاسو نه به زده کړې کوي چې کله تاسوته راشي نو هغوي ته دیني تعلیم ور زده کړئ، په مهربانۍ او همدردۍ سره ورسره مخامخ شئ، د هغوي قدرداني وکړئ او هغوي ته احادیث وروښایئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button