په لندن کې د پاکستان او افغانستان د وروستي کړکیچ په اړ غونډه کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۵) محمدطاهر
د پاکستان او افغانستان د ورستي کړکیچ د له منځه وړلو په موخه به نن چهارشنبه په لندن کې درې اړخیزه غونډه ترسره شي.
د دغې غونډې کوربه توب بریتانیا کوي او ویل کېږي، چې د ملي امنیت لپاره به د افغان ولسمشر سلاکار محمدحنیف اتمر، ، بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز او د بریتانیا ملي امنیت سلاکار مارک لایل ګرانټ په خبرو کې ګډون وکړي.
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ رسنیو ته ویلي، په دغه غوڼده کې به افغان او پاکستاني چارواکي د افغانستان او سیمې امنیتي وضیعت، په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي سیاسي کړکېچ د حل لپاره خبرې وکړي.
پاکستان کې د افغانستان سفیرعمر زاخیلوال به هم په دغو خبرو کې ګډون وکړي.
بل لور ته لندن کې د پاکستان سفارت د دغو خبرو پخلی کړی دی د پاکستان دغه دیپلوماتیکه سرچینه وايي، سرتاج عزیز به د چهارشنبې په ورځ دغو خبرو کې د ګډون لپاره لندن ته ورسېږي.
افغان چارواکي وايي، خبرې به د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د افغانستان او پاکستان پر ګډه تګلاره، خپل منځي اړیکو کې د اوسني تاوتریخوالي له منځه وړلو او د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لارو تړل کېدو په اړه وي.
ټاکل شوې ده له دې غونډې وروسته به حنیف اتمر د روسیې له سیاسي او امنیتي چاراکو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.



