روسیې خطرناکه ښکاري الوتکه د میګ ۳۵ په نوم جوړه کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۵) محمدطاهر

د روسیې الوتکې جوړولو کمپنۍ «میګ» لوی ریيس ایلیا تاراسېنکا وایي، نوې ښکاري الوتکه «میګ-۳۵ » يې جوړه کړې چې د وسلو هغه ټول ډولونه وکاروي کوم چې د روسيي فدراسون د وسله والو ځواکونو په واک کې دي.

له دې دمخه د روسیې د هوایي-کیهاني ځواکونو سرقوماندان ډګر جنرال ویکتور بونداریوف  ویلي وو، چې په «میګ-۳۵» الوتکه کې د لایزري وسلې د کارولو توان شته.

د ایلیا تاراسېنکا له خولې د روسیې د هوایي-کیهاني ځواکونو هغه پیلوټان به، چې په «میګ-۲۹» الوتکو کې الوتنې کوي، د نوو ښکاري الوتکو چلول زده کړي. دوی به لومړی خپلې زده کړې په ځمکنیو تمریني سیستمونو کې وکړي او وروسته به په عملي ډول په «میګ-۳۵» الوتکو کې الوتنې کوي. تاراسېنکا زیاته کړه، چې د نوې ښکاري الوتکې ازمایښتونه به تقریبا دوه کاله وخت ونیسي.

د «ارسېنال اوتېچېستوه» د مجلې مرستیال سرچلوونکي دمیتري دروزدېنکا له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې پر دې رڼا واچوله، چې هغه لایزري وسله، چې په سپکو ښکاري الوتکو کې ځای پرځای کیږي، د کومو دندو د سرته رسولو وس لري. دمیتري دروزدېنکا وایي:

«بېلابېل اوپتیکي سینسورونه او الکتروني سیستمونه د اوسمهالیزو الوتکو «سترګې» دي. لایزري وسله د دې شونتیا ورکوي، چې د الوتکو همدغه سیستمونه له کاره وغورځوي، پراخ خنډونه یې په مخه کې راپیدا کړي او په دې ډول په الکترونیک ساحه کې د لوېدیځ ښکاره برلاسی شنډ کړي. خبره پر هغو لایزرونو نه ده، چې په «ستورو جګړو» کې الوتکې له منځه وړي. ځکه چې د دغه ډول لایزرونو لپاره ډېرو سترو الوتکو ته اړتیا ده. او د دغه کار لپاره اړین ځواک د وړو الوتکو پر بنسټ نشي زېږول کېدای. خو د الوتکې الکتروني سیستمونو ته د نه جبرانېدونکي زیان اړول بیخي شوني دي».

د دمیتري دروزدېنکا له خولې «میګ-۳۵» الوتکه ستر صادراتي ځواک هم لري. هند، قزاقستان او پېرو د دغې الوتکې له رانېولو سره لېوالتیا ښیي. کارپوه له «سپوتنیک» راډیو سره د خپلې مرکې په پای کې زیاته کړه:

دغه الوتکه ستر صادراتي ځواک لري. ځکه چې ډېری هېوادونه دېته اړتیا نه لري، چې د لرې واټن پیاوړې ښکاري الوتکې، لکه «سو-۳۵» ولري. خو زموږ لپاره ډېره مهمه د سیالۍ د وس ساتل او مسلکي پوهې ته د ودې ورکول دي. روسۍ «میګ» الوتکې — دا یو داسې سوداګریز نښان دی، چې ژوندی وو، ژوندی دي او هیلمن یو چې ژوندی به وي. هند «میګ» الوتکې د خپلې الوتکه وړونکې بېړۍ لپاره رانېولې. او ډېر نور هېوادونه به هم دغې الوتکې ته اړتیا ولري. که چېرې دغه الوتکه په نوو تکنالوژیو او نوو وسلو هم سمبال شي، نو د هغې په وړاندې لېوالتیا به لاپسې زیاته شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button