هند کې د افغانستان او ايرلنډ پنځوس اوريزه لوبه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۵) الماس خدرخېل
په هندوستان کې دغه شېبه د افغانستان او ايرلنډ د کرکټ ټيمونو تر منځ پنځوس اووره يا يو ورځنۍ مسابقه روانه ده.
پچه افغانستان وګټله او د بېټنګ کولو پرېکړه يې وکړه.
په پام کې ده د دواړو هېوادونو ترمنځ پنځه يو ورځنۍ يا پنځوس اووره مسابقې وشي.
د شل اوريزو لوبو په لړۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې له ايرلنډ نه درې شل اوريزې لوبې سر په سر وګټلې.
په شل اوريزو سياليو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ١٠ لوبې شوي، چې افغانستان په کې اووه او ايرلنډ يوازې درې ګټلي دي. خو په يو ورځنيو سياليو کې بيا د ايرلنډۍ لوبډلې تله درنه ښکاري.
دواړو هېوادونو تر اوسه اته رسمي يو ورځنۍ نړيوالې لوبې کړي چې په پنځو کې ايرلنډ بريالى شوى و.



