د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک له بنده خوشی کیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۵) الماس خدرخېل

راپورونه وايي، د مصر لویې څارنوالۍ د پخواني ولسمشر حسني مبارک د خوشې کولو پريکړه کړې ده.

پر نوموړي باندې د ۲۰۱۱کال جنورې کې د لاريون کوونکو د وژلو تور پورې شوی و.

د دغه هېواد لويې څارنوالۍ ويلي، چې حسنې مبارک بې ګناه ثابت شوی او اوس مهال په يو پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

لويې څارنوالۍ د مبارک د وکيل غوښتنه منلې او نوموړي وکيل ويلي، چې حسنې مبارک به په راتلونکو دوه درې ورځو کې له روغتونه خارج شي.

حسنې مباکر ۸۸ کاله عمر لري او په ۲۰۱۲ کال له واکه تر لیرې کېدو یو کال وروسته، په محکمه کې تورن وپېژندل شو او په عمري بند محکوم شو.

خو مبارک د لاریونوکوونکو د وژلو امر ورکولو تور نه مني او ويلي يې دي تاریخ به ثابته کړي چې ګنې ده خپل هېواد ته خدمت کړی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې مبارک به د خپل ژوند پاتې ورځې چېرته تېروي.

د مصر د پخواني ولسمشر حسنې مبارک د حکومت له سقوط وروسته د ده دوه زامن علاء او جمال مبارک هم ونيول شول او زندان کې په بند محکوم شول، چې په بند کې د څو کلونو تيرولو وروسته د ۲۰۱۵ په جنورۍ کې له بنده خوشې شول.

د مصر يوې محکمې د دغه هېواد يو بل پخوانی ولسمشر محمد مرسي ته د اعدام سزا اورولې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button