هالنډ له ترکيې بخښنه غوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۵) الماس خدرخېل
د هالنډ او ترکيې تر منځ د وروستۍ دپلوماتيکي ستونزې د رامنځته کېدو له کبله د دغه هېواد لومړي وزير له ترکيې بخښنه غوښتې.
د هالنډ پوليسو د ترکيې شازدافير د نظارت او څارنې لاندې نيولی و، له خپل هېواده يې د ترکيې د تولنيزو سياستونو وزيره وايستله او ترکي لاريون کوونکو سره يې سخت چلند وکړ.
د ترکيې لومړي وزير بنعلي یلدرم د دغه هېواد يوه خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې د هالنډ لومړي وزیر مارک روتي ورسره څو ځله ټلفوني اړيکه ونيوله او په خبره يې چې دا اړيکې ډېرې مثبتې نه وې.
هغه زياته کړه، چې د هالنډ لومړي وزير د پوليسو له لوري ترکي دپلوماتانو سره د شوي چلند په اړه بخښنه وغوښته او په وينا يې د امنيتي ادارو له خوا ترکي ديپلوماتان تر څارنې لاندې نيول غلط اقدام دی.
د هالنډ لومړي وزير ويلي د دې خطا جبران بايد وکړو، ځکه چې د دواړو هېوادونو اړيکې ورسره خرابېدلی شي.
دغه راز هغه وويل، مارک روتي راته په شريکه د ډوډۍ خوړولو وړانديز هم وکړ خو ما ورته کوم ځواب ورنکړ او په وينا يې په دې اړيکه کې ځينې وخت د دواړو خواوو غږونه هم لوړ شول.
د ترکيې لومړی وزير يلدرم وايي، په اروپايې کې سلګونه ترکان ميشته دي او حق لري چې مونږ ورته په اساسي قانون کې د تعديل راوستو په اړه معلومات ورکړو.
هغه په اروپايي چارواکو نيوکه وکړه، چې د بيان د ازادۍ او ديموکراسۍ چيغې وهي خو په عمل کې د خپلو لاندې کوي او زياتوي چې اروپا دې د ترکيې په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.
په ورته وخت کې د ترکيې د کورني او ټولنيزو سياستونو وزېرې فاطمې بيتول کايا د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د وضعيت د کمېسيون په ۶۱ غونډه کې ګډون کړی، چې نن به دغې غونډې ته د هالنډ د حکومت او پوليسو له لوري د ترسره شوي چلند په اړه معلومات ورکړي، چې څه ډول د نړيوالو قوانينونو، تړونونو او ديپلوماتيک اصول ورسره نه دي مراعات شوي.



