د افغان کډوالو ناڅرګند برخليک

سرلیکنه

څه موده د مخه د کډوالو په اړه  افغان چارواکو او يوشمير رسنيو دا ډنډوره کوله  چې په پاکستان کې دافغان کډوالو سره  ظلم کيږي او په زور خپل هيواد ته په ستنيدا اړايستل کيږي چې دهمدې ډنډو رو له امله دکډوالو وزير سيد حسين عالمي بلخي پاکستان ته ولاړ او هلته ېې د پاکستاني چارواکو سره د کډوالو په اړه ليدل وکړل له اسلام آباده دراستنیدا وروسته هغه څه چې بلخي په کابل کې په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل ترې نه بريښيده چې پاکستاني چارواکو دې افغان کډوال په زور کډوکولو ته اړکړي وي اونه عالمی بلخي په پاکستان کې دافغان کډووالوپه اړه دکومې ستونزې یادونه وکړه.

دپاکستان لخوا چې د تور خم لار د دواړو هيوادونو ترمنځ ديوه څه ستونزو له مخې وتړل شوه او کيداې شي خلاصه هم شي په پاکستان کې دخپل هېواد په لوردافغان کډوا لو تړلې کډې همداسې تړلې پاتې شوې چې بياهم پاکستاني چارواکو دوه ورځې ورته خپل هيواد ته د تلو لپاره لاره خلاصه کړه اوستونزې ېې يوڅه حل کړل شوې په اسلام ابادکې افغان سفیرخپلې هڅې وکړې خو لاېې دتیرپه څیر دلارې په خلاصیدو کامیابي نه ده ترلاسه کړې دکډوالو ملکان کډوالوته ډاډ ورکوي خو دکډوالومسئلې دهغوی دملکانو دوس نه لوړه خبره ده .

دپاکستان او افغانستان ترمنځ څو څو ځله داډول ستونزې راپيداشوي خو بيا د خبرو دلارې هوارې شويدي دواړه په خپلو کې مسلمان او ګاوڼدي هيوادونه دي تل ېې دا ډول ستونزې دخبرو دلارې هوارې کړي دي .

اوس دادې  په ايران کې دافغان کډوالو په اړه رسنۍ راپورونه ورکوي  چې په ورځ کې تر درې سوو پورې افغان کډوال ايراني پوليس او چارواکي په زور کډوکولو ته اړباسي خو د دې په اړه هم نورو رسنيو کره معلومات نه دي ورکړي چې ايا افغانان خپله خپل هيواد ته کډې کوي او که ېې ايراني کوتکمار پوليس کډوکولو ته اړباسي؟.

په کابل کې د کډوالو د چارو زير سيد عالمي بلخي د بېرته راستنېدونکو د بیا ځای پر ځای کېدنې د مدیریت د ظرفیت لوړونې په یوه ورځني ورکشاپ کې وویل چې په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې روانې دي او په ايران کې ېې د کډوالو په اړه  د ورکړل شوي راپور په اساس وويل  چې د ورځې درې سوه افغانان له ايران کډوکولو ته اړايستل کيږي .

کډوالي يوه نړيواله مسئله ده د هرهيواد اوسيدونکي د يوڅه ستونزو له امله کډو کولو ته اړکيږي او په نورو هيوادونو کې پناه اخلي خو افغانان بيا ډير وکړيدل چې د کډوالۍ عمر ېې اوږد شو په ايران اوپاکستان کې د کډوالو په نامه شوراګاني او ملکان شته خو هغوې تش په نامه مشران او ملکان دي چې يو وزيرد کډوالو په اړه د کوربه هېواد سره د هغوی د ژوند تیرولو او روزګارپه اړه څه پريکړه نه شي کولاى نو د پنډغالو تش په نامه ملکان اومشران به ېې څه وکړي .

دامهال په ايران کې دمعلوماتو له مخې تر دوه ميليونو زيات افغانان ميشت دې چې يو شمير ېې قانوني اسناد هم نه لري دمعلوماتوپه اساس ډیری افغانان ایران سورېې ته د جګړې لپاره لیږلي دي چې کورنۍ ېې د اندیښنو سره مخ دي.

که په افغانستان کې يو واکمن اوسالم  حکومت واى افغان کډوال چې په هرهيواد کې ميشت واى دکډوالۍ ژوند به ېې د نړیوالو قوانینو سره سم تیریدای نه به بې سرپرسته  او نه به د ناڅرګند برخليک سره مخ واى.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button