له خپل ځان سره محاسبه؛ د مسؤليت پيژندنې لومړی پړاو دی

ليکوال: راشد رشيد ننګيال
له همدې امله د الله جل جلاله شکر ادا کوم چې د مسلمانانو په روان دردونکي حالت باندې دردېدونکو ته يو بل دروند مسؤليت ور په ګوته کوم.
يواځې يې د الله جل جلاله ځانګړې مهرباني او د خپلې کورنۍ د مشرانو له يوه اړخه مسؤليت او له بله اړخه يې احسان ګڼم، داسې احسان چې له بديل څخه يې عاجز يم.
هو! مسؤليت دا ده چې مسلمانان بايد په ټوليزه توګه د خپلو کوچنيانو د تعليم اوتربيې (ښوونې او روزنې) ته پوره پاملرنه وکړي؛ دا مسؤليت په لومړي پړاو کې مور او پلار ته ورپه غاړه دی.
اسلام هم په اسلامي بڼه ښوونه او روزنه په مور او پلار د ماشوم له حقوقو څخه ګرځولي. هغه داسي چې مور او پلار بايد خپل اولاد له وړوکوالي په حميده او کريمه اخلاقو لکه حيا، شرم، ننګ، بښنه، زړه سوي، غيرت او ميړانه باندې وروزي.
مور او پلار بايد خپل اولاد په خپله له رحمت او شفقت څخه ډکه غيږه کي وروزي نه په وړوکتونونو کې.
د مور او پلار لخوا د اولاد د تعليم او تربيې په څير د نورو حقوقو لحاظ د سالم کورني نظام زمينه برابروي. کله چې په يوه کورنۍ کي اولاد له والدينو او والدين له اولاده سرټکوي؛ نو هرومرو به يې عمده ستونزه له اسلامي ښوونې او روزنې څخه بې برخې والی او د هغو قوانينو، نه تطبيق وي چې اسلام يې د ګډ ژوندانه د يو رهبر په توګه راپيژني. ځکه چې ښوونه او روزنه د اولاد په لارښونه او بي لارۍ کي بنسټيز او مهم رول لري.
نو پلار او مور بايد د خپلو ماشومانو ښوونې او روزنې ته پوره پاملرنه وکړي.
د پلار او مور تر څنګ بايد د جومات امام، د مدرسې مدرس او د ښوونځي ښونکي ته هم لازمه ده چې نوي نسل ته اخلاق، ناسته او ولاړه، خبرې اترې، خوب او بيداري، لباس او پوښاک د اسلام له ښوونو سره سم ور زده کړي. دهغوی فکر او ذهنيت ته د اسلامي ارشاداتو په توسط رشد ورکړي، هغوی له اسلامي اخلاقو او اسلامي ثقافت څخه باخبره کړي تر څو هغوی هم د اسلام په رڼا د ټولنې اصلاح او سمون رامنځته کړي.
په راتلونکي کي د اسلام د دښمنانو د ټولو اسلام ضد هلو ځلو او شومو پلانونو د شنډولو طمعه بايد په هغه صورت کي وکړو چې همدې ماشومانو ته مو سالمه روزنه ورکړې وي.
همدا اوس ټول اسلام دښمنه داړه ماران د نورو شومو او ظالمانه پلانونو ترڅنګ د امت د بې لارۍ په تکل په اسلامي امت کي د پوهانو په لمنځه وړلوبوخت دي. د دوی او د دوی د دغه شوم هدف د له منځه وړلو لپاره بايد مسلمانان خپلو ماشومانو ته هرو مرو اسلامي روزنه ورکړي.
د راتلونکي ژوندانه د هر اړخيز اثبات لپاره بايد مسلمانان خپل ماشومان له وړوکوالي په اسلامي عقيده او له اسلام څخه د دفاع په مفکوره وروزي.
د دغه قشر تعليم او تربيې (ښوونې او روزنې) ته ځکه زياته پاملرنه په کار ده چې، په ټوليزه توګه ټول اسلام دښمنه بنسټونه او ادارې له هرې ممکنې لارې څخه په استفادې هڅه کوي، څو د همدې کهول د بې لاري کولو په واسطه د مسلمانانو هيلې او ارمانونه له خاوروسره خاورې کړي. اسلامي فکر يې له اذهانو څخه په چټکۍ سره وباسي، ازاد خياله يې کړي او له اسلامي اخلاقو او اسلامي ثقافت څخه يې لری کړي.
دغه ظالمان غواړي چې راتلونکي مسلمانان له عقيدوي نظامه بې برخې کړي او په راتلونکې کې مسلمانان د اسلام هيڅ حکم ته پابند پاتې نه شي. دوی غواړي چې د مسلمانانو ځوانانو په اذهانو کې له اسلامي تعليماتو سره کرکه پيدا کړي، د اسلامي امت د پوهانو په هکله شکوک او شبهات را ولاړ کړي او له حقيقت څخه لري تورونه ورپورې وتړي.
نو څرنګه چې اړينه ده مسلمانان بايد خپله ښوونيزه برخه کې د قرآن کريم، نبوي احاديثو، سيرت، فقهې، عقيدې، اسلامي تاريخ، اسلامي تمدن، تهذيب او اسلامي ثقافت په شمول دا ټول فنونه، د لوړو تحصيلاتو او لوړو زده کړو معيار وګرځوي.
همدغه راز بايد مسلمانان د دنيوي پرمختګ او سوکالۍ لپاره د اسلامي علومو تر څنګ د طب، اسلامي اقتصاد، اينجينري، فارميسي (درمل جوړونې)، ساينس، ټيکنالوژۍ، رياضيات اوجغرافيې په څير مضمونونو څخه خپل تعليمي نصاب برخمن کړي.
خپل تعليمی نصاب د زده کونکو د عمر او د هغوی د پوهې د سويې په برابرښت جوړ کړي، د تعليمي پراختيا لپاره بايد ټولې اړينې او لازمې اسانتياوې برابرې کړي. په مدارسو، پوهنتونونو، مکاتبو او نورو تعليمی ادارو کې بايد د تعليم او زده کړې ماحول (چاپريال) برابر کړی؛ نه دا چې همدا تعليمي مراکز د لوبو، فحاشيو او داسي نورو کارونو مراکز جوړ شي چې د زده کړې سره له يوې مخی په ټکر کې وي.
بايد ووايم:چې د زدکړې دلا پراختيا لپاره په هر مسلمان لازمه ده تر څو په دې لار کې کوټلي ګامونه پورته کړي. د اهميت وجه يې دا ده چي د اسلام هر ضروري امر او بناګانې ټول تر زده کړي پورې تړاو لري.
په پای کې له هغه چا څخه مننه کوم چې د زده کړه په لار کي له نورو سره زيار باسي او يا په خپله په دې ستونزمن دوران کې خپلې زده کړې پر مخ بيايي.
په خاصه توګه له هغه چا څخه نړۍ مننه کوم چي له ما سره يې د زده کړو په بهير کې د يوې نقطې هومره هم کوښښ کړی وي.
مننه…



