د علماوو شورا غړي وايي چې ایران دې افغانان دسوريې جنګ ته نه لېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۶) محمد طاهر

د علماوو د سراسري شورا غړو له ولسمشراشرف غني سره په لېدنه کې د ایران لخوا د سوریې جنګ ته د افغان ځوانانو لیږلو په اړه يې اندېښنه ښودلې ده.

د شورا غړو له اشرف غني نه غوښتنه وکړه چې د ایران له دولت سره دې د دې موضوع په باره کې خبرې وکړي او ایران دې له دې کار نه منعه کړي.

ولسمشر اشرف غني د افغانستان د علماو سراسري شورا له خبرو اورېدلو وروسته وويل، له ايران سره د افغان کډوالو له مجبوريتونو څخه د ناوړه ګټه اخيستنې موضوع څېړل شوې ده. هغه زياته کړه د افغانستان د خلکو دښمنان زمونږ له مجبوریتون ناوړه استفاده کوي.

د علماوو شوری همدا راز په هېواد کې وروستي بريدونه په ځانګړي ډول پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد یې د انساني موازينو خلاف وباله او هغې غندنه يې وکړه. له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې علماوو د افغانانو د تګ راتګ لارو د تړلو په برخه کې د پاکستان د حکومت کړنه، هلته د افغان کډوالو ځورول او او د پاکستان لخوا د زرګونو راکټونو ورول په سختو ټکو وغندل او دا يې د اسلامي، انساني او ګاونډيتوب د حقونو او بين المللي قوانينو خلاف وبلل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button