د اسمان غیږ
حبیب الله تراب
تـوره شپه وه د اسمان غیږ کې ویده شوم
تـروږمـی وه د بـیابـان غیږ کې ویده شوم
ټوله شـپه مـې پر مـخ اوښکې بهـیدلـې
مات زړګی وم د ارمان غیږ کې ویده شوم
نه چا خپل کړم نه چا ځان خواته نیږدې کړم
د یتیـم غـوندې حـیران غـیږ کې ویده شوم
زه لــه یــاره یـار لـه مـا څـخـه جـدا وو
نـور څه نه وو د هجران غیږ کې ویده شوم
د فـراق یخې سیلی په غیږ کې ټینګ کړم
نسیم پریښودم طوفـان غیږ کې ویده شوم
تر لا ډیره مـې ستا نـوم په ژبـه پروت وو
ژړیــدلـم د فـغـان غـیـږ کـې ویـده شوم
مسافر وم نـه مـې کلی نـه مې کور وو
نابـلـد د خپل ګریـوان غیږ کې ویده شوم
حبیـب الـلـه تـراب خفـه یـم لـه دنـیا نـه
ستړی راغلم قـبرستان غیږ کې ویده شوم



