کندوز: ګډو ځواکونو د يو کور ۹ تنه وژلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۶) الماس خدرخیل
تېره شپه ګډو ځواکونو د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې په يوه کلي چاپه اچولې چې پر مهال يې د يوه کور ۹ تنه وژلي او يو شمير نور ټپيان کړي دي.
د معلوماتو له مخې ګډو ځواکونو دغه عمليات د يادې ولسوالۍ د قريه يتيم په سيمه کې ترسره کړي، چې له امله يې د عامو خلکو په کورونو بمبار هم کړی دی.
يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وویل، چاپه د عبدالستار نومي کس په کور شوې چې خپله عبدالستار، يو ځوان ځوی، ميرمن او د يوې نجلۍ په ګډون د کور نور واړه ماشومان يې هم شهيدان شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د عملياتو پر مهال ګډو ځواکونو لس تنه عام کليوال هم له ځان سره وړي دي.
په دې اړه لا دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.
وخت ناوخت د ګډو ځواکونو او امريکايي بې پيلوټه الوتکو د بريدونو پر مهال عام خلک په نښه کېږي، چې په همدې لړ کې درې ورځې وړاندې د امريکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په پکتيکا ولايت کې په يوه جنازه بريد وکړ چې ۱۳ تنه ولسي وګړي يې ووژل او يو شمير نور يې ټپيان کړل.



