په لندن کې د درې اړخيزې غونډې نه  څه تمه کيدای شي؟

دګاونډيو هېوادونو، قومونواو ګاونډيو ځمکوالو چې کله هم دګاونډيتوب په اصولو څه ستونزه رامنځ ته شي او په خپلو کې ېې خبرې ترخې شي درېم ګړې ېې په منځ کې روغه کوي چې دې درېم ګړې ته به دمخه (ثالث) ويل کيده ددواړو جملو مفهوم  يودى خو هغه څوک به د  درېم ګړتوب ، منځګړتوب ياثاليثۍ لپاره ټاکل کيده چې دواړو خواو به پرې امنا وکړه اوپه ريښتنې توګه به درېمګړي د درېمګړتوب کردار اداکړ.

اوس دافغانستان او پاکستان دوه وروڼو او اسلامي هېوادونو ترمنځ ديوڅه رامنځ ته شوو عارضي ستونزو په اړه منځګړېتوب په لندن کې کيږي په هغه هېواد کې کېږي چې د ددې دواړو وروڼو او هم عقيده ، همکلتور، همژبې او هم دوده وروڼو ترمنځ ېې دکلونو کلونو راپه دې خوا  دې حالاتو سره تيار کړي دي.

دافغانستان او پاکستان ترمنځ دغوڼدې کوربتوب برتيانيه کوي، دافغانستان له لورې دملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او په اسلام آبادکې افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال اود پاکستان له لورې په بهرنيو چاروکې  دپاکستان دلومړي  وزيرنوازشريف سلاکار سرتاج عزيز او د کوربه  هېواد برتانيې د ملي امنيت سلاکار مارک لایل ګرانټ  به  په خبرو کې ګډون لري..

په دې غونډه کې به  په  ځانګړې توګه د پاکستان او د افغانستان چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجوده تاوتريخوالي د له منځه وړلو او د سیمې امنیتي وضیعت د حل په اړه خبرې وکړي چې څه ډول کولای شي په موجوده وخت کې راپيداشوی سياسي کړکېچ له منځه يوړل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سياسي کړکيچ هغه وخت را ولاړشو چې پاکستان د تورخم لاره د افغانانو پرمخ وتړله او  د دواړو خواو سوداګر و ته د سوداګرۍ د مالونو د انتقال ستونزې راپيداشوې.

د پخواپه نسبت د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې دومره نه دې ترخې شوې  لکه څرمره چې ېې غربي رسنۍ تبليغ کوي په١٩٦٣مېلادي کال د دواړو هېواد ونو ترمنځ اړيکې زياتې خرابې شوې وې چې  بيا دايران شاهنشاه رضاشاه پهلوي د دواړو هېوادونو ترمنځ  منځګړتوب وکړ او د دواړو هېوادونو نماينده ګان ېې دروغې جوړې لپاره تهران ته وبلل.

په تهران کې دافغانستان له لورې دهغه وخت داطلاعات او کلتور وزير سيد قاسم رښتيا او د پاکستان له لورې د هغه وخت د بهرنيوچارو وزير ذالفقار علي بټو د خپلو خپلو پلاوو نماينده ګي وکړه چې بالاخره د١٩٦٣کال د مئ د مياشتې په ٢٨مه نيټه د رضاشاه په منځګړې توب د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکيچ حل  او په کويټه او پيښورکې دتهران د معاهدې له مخې افغان قونسلګرۍ بيا فعالې شوې.

په لندن کې دغونډې برخوال بايد  په درې لارو خپلې ستونزې حل کړي :

لومړی د دواړو هېوادونو ترمنځ تاريخي ښې اړيکې په نظر کې نيول.، دوېم دسيمې د هېوادونو روان حالات او درېم په منځنۍ اسياکې د موجوده کړکېچنو حالاتو څخه  د دواړو ورونو هېوادونو د دښمنانو ګټې پورته کول، بايد په دې درې واړو لارو غور وکړل شي او د راپيداکېدونکو ستونزو مخه ونيول شي.
که  څه  هم  برتيانيه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو په ښه والي کې رښتنې نه ده خو امکان لري د سيمې اونړۍ  د ګټو په خاطر د لندن په غونډه کې يوڅه وشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لږ څه ښې کړل شي خو هغه تمه ترې نه شي کيدای کومې ته چې د افغانستان او پاکستان دواړه  وروڼه  ولسونه په تمه دي.

دا وخت په دواړو هېوادونوکې ولسونه د حکومتونو ترمنځ د ښو اړيکو غوښتونکي دي او  د نړۍ سياسي حالات هم دا غوښتنه کوي چې بايد دواړه اسلامي  وروڼه هېوادونه سره خپل ټول اختلافات شاته کړي او د يودبل سره د ښه ګاونډيتوب ژوند غوره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button