ولسي جرګه درې نور وزيران استيضاح کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۶) الماس خدرخېل

ولسي جرګه وايي، په سردارداوود خان روغتون د بريد په تړاو د درېيو امنيتي ارګانونو لوړ پوړي چارواکي استيضاح کوي.

د داعش وسلوالې ډلې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې پر دغه روغتون بريد وکړ او لږ تر لږه ۴۹ تنه پکې ووژل شول، پنځوس نور ټپيان شول.

ياد بريد د ولسي جرګې غړي غوسه کړي او په تړاو يې د روانې اونۍ دوشنبې ورځ د ملي دفاع وزير عبدالله خان حبيبي، د کورنيو چارو د وزير ستر جنرال تاج محمد جاهد او د ملي امنيت د عمومي رييس محمد معصوم ستانکزي د استيضاح موضوع د جرګې په اجنډا کې شامله کړه.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهي وویل، د جرګې پنځوس غړو د دغو چارواکو د استيضاح فورمونه لاسليک کړي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال د اوري په اوومه نېټه استيضاح شي.

د هېواد د اساسي قانون په ٩٢ ماده کې راغلي، ولسي جرګه د ټولو غړو د ٢٠ سلنه رايو په وړانديز سره د حکومت هر وزير استيضاح کولى شي.

د ولسي جرګې مشر دغه راز وويل، ولسمشر پرون د جرګې له پلاوي سره په ناسته کې وويل چې جرګې ته به ډېر ژر د هغو وزارتونو لپاره نوماند وزيران ور وپېژني چې اوسمهال د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button