په هرات او کندوز کې نا مسئوله وسلوالو خلک اندېښمن کړي

 

راپورتاژ: الماس خدرخېل

د هرات او کندوز يو شمير اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، چې په دغو ولايتونو کې د نامسؤله وسلوالو فعاليت خلک اندېښمن کړي دي.

د کندوز اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې نا امنيو يو ځل بيا زور اخيستی او په خبره يې چې مرکزي حکومت او ولايتي اداره د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلې ده.

د کندوز ښار یو تن اوسېدونکی نقيب الله وايي، امنیتي وضعیت بیا مخ په خرابېدو ده، په ځانګړي ډول داخل دې ښار کې غله او غیر مسؤل وسله‎وال ډېر شوي او هم د ښار شاوخوا سیمو کې لا هم طالبان شته چې ټولو خلکو ته یې ستونزې جوړې کړي.

دغه راز ي د کندوز يو بل اوسېدونکی محمدنبي زياتوي، زموږ کندز ډېر ناامنه شوی جنګ د کندز ښار دروازو ته راغلي، ځکه چې ماموریت او مدیریت په کې نشته، څو ځلي عملیاتونه پیل شول خو لا هم طالبان د ښار نېږدې څنډو کې موجود دي.

بل پلو د کندوز ولايتي شورا غړي وايي، په دغه ولايت کې عملیاتو کومه لاسته راوړنه نه درلوده او په وینا يې لا هم د ښار په نږدې سيمو کې وسلوال طالبان حضور لري.

په ورته وخت کې په شمال ختيځ کې د پوليسو عمومي قومندان پاسوال شيرعزيز کامه وال د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې دوی د دغه ښاره امنيتي کمربندونه تاو کړي، وسلوال مخالفین نورې ستونزې نه شي جوړولای.

بل خوا د هرات ولايت چارواکي په ادرسکن ولسوالۍ کې د نامسئوله وسلوالو له شتون او فعاليته سر ټکوي.

د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزی زياتوي، چې نامسئوله وسلوالو ګواښونه زيات کړي او خلک يې اندېښمن کړي دي.

هغه وويل د ولايت په پرتله په دغه ولسوالۍ کې د نامسئوله وسلوالو شميره زياته ده او په خبره يې، دغه ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ نامسئوله وسلوال شتون لري.

نوموړی وايي: (په ادرسکن ولسوالۍ کې غیر مسوله وسله وال شته خو هغوی طالبان نه دي. دغه ډلې ورانکاره کړنې کوي خلک زوروي خو مایونونه نه ږدي).

عمرزي وويل، په داسې حال کې چې د دغه ولسوالۍ اتيا سلنه خلک له فقر او لوږې سره مخ دي، د امنیتي ستونزو ترڅنګ پکې هیڅ راز پراختیايي پروژې نه دي ترسره شوي .
تر دې مخکې د بغلان تخار او هلمند په ګډون د يو شمير نورو ولايتونو څخه هم د نامسئوله وسلوالو د شتون د عامو خلکو د زورونې راپورونه ورکول شوي دي.

په عين وخت کې خلک وايي، په كابل كې ځينې ځانګړې كړۍ او سياست وال په ولايتونو کې د نامسوله وسلوالو ملاتړ كوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button