پاکستان: ژر به افغانستان سره ټولې سوداګريزې لارې پرانيستل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۶) الماس خدرخېل

پاکستاني چارواکي وايي، چې ډېر ژر به له افغانستان سره تولې سوداګريزې لارې پرانيستل شي.

پوره یوه میاشت پخوا یعنې د فبرورۍ په ۱۶مه پاکستان دا دوه لارې بندې کړي چې په نتیجه کې یې د دوو هېوادونو تر منځ سوداګري په ټپه درېدلې او په کانټینرونو کې بار خوراکي مواد ضایع شوي دي.

د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي چې د تورخم او سپین‌بولدک د لارو د بندېدو له کبله دواړو خواوو ته د میلیونونو ډالرو تاوان اوښتی دی چې شااوخوا ۲۰۰ کانټینرونه په تورخم کې ایسار شوي او تر دې یو څه لږ په چمن کې بند پاتې دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د اقتصاد وزير خرم دستګير وايي، چې ډېر ژر به له افغانستان سره تړلې ټولې رسمي او سوداګريزې لارې پرانيستل شي.

نوموړي وويل، چې دوی د امنيتي ستونزو له کبله دغه لارې تړلې وې او زياتوي چې افغانستان د لارو د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي هيله څرګنده کړې ده چې په لندن کې د افغانستان او پاکستان د لوړو پوړو چارواکو تر منځ په ليدنه کې د ستونزو په هواري کې پرمختګ وشي.

خرم مني، چې د لارو د بندېدلو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته ډير مالي تاوانونه اوښتي دي خو نوموړي د لارو د پرانيستلو دقيقه نېټه نه ښودلې.

په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو استازو هم  د پاکستان د مرکزي حکومت له چارواکو غوښتي چې دا لارې ژر تر ژره پرانیزي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button