اسرائيلي الوتکو پر غزه بمبار کړی- يوه اسرائيلي الوتکه لوېدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۶) الماس خدرخېل

تېره شپه اسرائيلي الوتکو د غزې ښار په ختيځ الشجاعيه سيمه کې د حماس په مرکزونو بمباري کړې ده.

د فلسطین رسینو ویلي، الوتکو د دیرالبلح په لويديځ کې د حماس د جهادي تنظیم د روزنې یو مرکز په دوو توغنديو وويشت، چې له امله يې په مرکز کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه او د يادې سيمې برېښنا يې پرې کړه.

چارواکي وايي، دغه بريدونه ځاني زيان نه لري، خو مالي تاوانونه يې اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ اسرائيلي چارواکو ويلي وه، چې له غزې توغول شوی توغندی په سيدوت نيګيو سيمه کې لګېدلی خو چاته يې زيان نه دی اړولی، دوی وايي له غزې د هر ډول بريد مسئوليت د حماس ډلې په غاړه دی.

تر دغو هوايي بریدونو ورسته د غزې د برېښنا شرکت ویلي، هوايي بریدونو د برېښنا یوشمېر لينونو ته زیان رسولی او د غزې له ښاره او د تړانګې له شمال څخه برېښنا غوڅه شوې ده.

په ورته وخت کې اسرائيلي رسنيو ويلي، چې د اسکای لارک په نامه د دوی يوه اسرائيلي بې پيلوټه الوتکه د غزې ختيځ کې لوېدلې ده.

دا لا معلومه نه ده، چې دغه الوتکه د چا له لوري ويشتل شوې او که د تخنيکي ستونزې له امله يې سقوط کړی، خو رسنۍ وايي چې پوځ يې د لويدو د لامل پيدا کولو په اړه څېړنه پيل کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button