چين په کابل کې د ۸۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ۱۴ سوه اپارتمانونه جوړوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۶) الماس خدرخېل

د افغان او چینايي چارواکو ترمنځ په کابل کې د ۱۴ سوه اپارتمانونو د جوړولو تړون لاسلیک شو.

د ښارجوړنې وزیرسید سعادات منصوري نادري نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د اپارتمانونو د جوړولو د لومړي فاز چارې به تر راتلونکو دوه میاشتو پورې پیل شي او تمه ده چې تر دوه کلونو به بشپړ شي.

ښاغلي نادري زياته کړه: (دغه لومړی فاز د استوګن‌ځایونو د جوړولو یو لوی تاریخي پروګرام دی، د دغې پروژې لپاره د ۵۰۰ میلیونو چینايي یوانو ژمنه شوې ده، چې شاوخوا ۷۵ میلیونو څخه نیولې تر ۸۰ میلیون ډالره کیږي، اوسمهال داسې اټکل شوی چې په دغو پيسو به شاوخوا ۱۴۰۰ استوګن‌ځایونه جوړ شي).

د کور او ښار جوړونې وزارت وايي، چې د لومړي پړاو دغه اپارتمانونه د دارالامان د نيله باغ سيمه کې جوړي او دا پروسه به تر ولايتونو هم وغځول شي.

کابل کې د چين سفير يوجينګ وويل: (که دا پروژه افغان حکومت او افغانانو ته د منلو وړ وه زه باور لرم چې زموږ حکومت به د دا ډول همکاریو د دوام لپاره ډېر څه وکړي، ځکه چې د افغانستان اقتصاد او پرمختګ یوازې د افغانانو هیله نه بلکې د چین هیله هم ده).

دا اپارتمانونه د چین په بې لا عوضه مرستو جوړېږي چې افغان حکومت یې د امنیتي او دولتي سرتيرو د قربانیانو کورنیو ته د ورکولو ژمنه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button