روسیه غواړي په سپوږمۍ کې پوځي اډه جوړه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۶) محمد طاهر
د روسیې ځواکونو یوې مطبوعاتي ادارې خبرورکړی، روسیه غواړي تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په سپوږمۍ کې د ځان لپاره ځانګړې اډه جوړه کړي.
دا اډه به د یوې پوځې اډې په توګه کارېږي او روسیه به وکولی شي، چې له دې لارې ډېر په اسانه توګه خپلو پوځي موخو ته ورسېږي.
د روسیې د فضايي څېړنو ادارې په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې او وايي چې ډیر ژر به د دغه پلان عملي چارې پیل کړو.
د فضایي څېړنو اداره دا خبره زیاتوي، چې د دې کار لپاره د لیونا ۲۵ په نوم یوه فضایي بیړۍ هم چمتو شوې، دا بېړۍ به وکولای شي چې دغه پلان کې لار رالنډه کړي.
همدرانګه فضا ته د توغېدونکیو بېړیو لپاره په یوه راکټ هم کار روان دی چې دا به پنځم نوی ماډل راکټ وي چې روسیه یې هوا ته د تلونکیو بېړیو د توغولو له پاره کاروي.



