د روسیې ۶ پوځیان په چیچنیا کې وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۴) محمد طاهر

د روسیې پوځي چارواکو په خپله رسمي خبر پاڼه کې ویلي، چې د دوی امنیتي ځواکونه د روسیې فدراتیف اړوند په چیچنیا کې د نامعلومه وسله والو سره په نښته کې ښکېل شول، چې لږ تر لږه ۶ روسې پوځیان پکې وژل شوي دي.

د تاس خبري اژانس د خبر له مخې، تیره شپه ناوخته یوې وسله والې ډلې د قوي غبار نه په ګټې پورته کولو سره یې غوښتل چې د روسيې پوځي هډې ته په پټه  داخل شې نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې د روسیې ځواکونو ۶ تنه ووژل شول او ۳ نور یې سخت ټپیان شول.

په نښته کې د ۵ بریدګرو د له منځه وړلو ادعا هم شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button