له سنګين څخه سنګين ګذار

ليکوال : امين وردګ
له څه مودې راهيسې د هلمند ولايت (سنګين ولسوالي) د اسلامي امارت د وسلوالو له خوا تر سختو بريدونو او تحديدونو لاندې وه چې بلآخره تېره ورځ په مکمله توګه د دولت او خارجيانو له ولکې ووتله او د طالبانو په واک کې پرېوته.
دا چې ولې د کابل اداره او ناټو غړي فوځيان د سنګين په ساتنه کې پاتې راغلل ؟ دا به پر ځاى پرېږدو ؛ مګر راځو دېته ؛ چې په دغه حساس موسم کې د سنګين ولسوالي له لاسه ورکول د ناټو او کابل ادارې د پاره څومره سنګين ګذار بللاى شو ؟
لا هم د يخنۍ شپې دي ګورئ ! نو طالبان په دغه وخت کې تر بل هر وخت (له نظامي نکتې نظره) کمزوري وي ؛ ځکه چې دغه وخت د دوى د تشکيلاتو او جنګي طرحو موسم دى ، نه د تعرضونو !
طالبان تل په يخنيو کې د دفاع په حالت کې وي ؛ خو دا چې سنګين يې له ګڼ شمېر فوځي عرادجاتو ، مهماتو او سنګينو وسلو سره (په دغه حساس موسم) کې ونيو ؛ نو موږ دا تحليل کولاى شو ؛ چې طالبان سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ځواکمن شوي دي ؛ نو کېداى شي دغه کال مېلمنو او کوربانو دواړو ته له زهرو ډک کال وي.
اوس که دولت د بېرته نيولو تکل لري او يا يې و هم نيسي ؛ نو کومه ګټه او کومه لاسته راوړنه نه ده ؛ ځکه چې طالبانو کوم هدف لرلو ؛ هغه يې تر لاسه کړ ؛ نو کېداى شي چې د ((ولسوالۍ مقر)) ځلې بيا د خارجي مېلمنو و کوربانو ته پرېږدي ؛ لکه د کندز ولايت نيول او بېرته خوشې کول يې ؛ چې دغه قسم د (ترپ خرپ) جګړه لا د طالبانو په ګټه ده.
زه حيران دېته يم ؛ چې ولې دولتي رسنۍ تل د طالبانو نظامي وړتيا کمزورې ښيي ، مګر دولت او خارجيان پياوړي ؟ او په داسې وخت کې بيا ددغه زورورو باد وتل هم پټوي ؟
زه يقين لرم چې طالبان به سنګين بېرته خوشي کړي ؛ مګر تشې کنډوالې ؛ نه له (وسلو او عرادجاتو ډکې قرارګاوې !) لکه دوى چې طالبانو ته خوشې کړلې.
نو له دغه نکتې څخه موږ د دواړو لوريو نظامي ځواک ښه معلومولاى شو !
اوس که چېرې خاص (خارجي قرآرګا) داسې خوشې شوې واى ؛ چې دومره ډېرې رېنجرې او ټانکونه پکې واى ؛ نو ارومرو به دولت تور لګولو ؛ چې خارجيانو له طالبانو سره پټه مامله کړې ده ؛ نو ته وا چې اوس به غټسري درواغجن څه وايي؟
په کابل ټکی کام کې نشر شوې مقالي او لیکني د لیکوال خپل نظر وي د کابل ټکی کام د نظریو والی ورسره شرط نه دی تاسو هم کولای شئ موږ ته لیکني اوشعرونه راولیږئ kabullnews@gmail.com



