نارینه و ته د سرو زرو استعمال ولې حرام دی؟؟
په زړه پورې معلومات
ژباړه: عزیر اسدخیل
کله چې سره زر له یوه بل معدنی عنصر سره تماس وکړي نو له سرو زرو څخه یو شمیر ذرې دغه بل عنصر ته لیږدیږي.
طبیعي ده چی دا تعامل له ډیرې مودې راهیسې روان دي، خو دا معلومه نه وه چی د سرو زرو دا ذرې د انسان د پوستکي له لارې هم هغه ته ورانتقالیږی، لکن په معاصر وخت کې دا معلومه شوې ده چې د سرو زرو استعمالوونکی انسان ته د سرو زرو څخه یو شمیر ذرې د هغه د پوستکې له لارې د هغه ادرارو او وینې ته انتقالیږي.
سبحان الله! په نارینه و باندې د سرو زرو د حراموالي دې الهي حکمت ته وګورئ!
داسې معلومه شوې ده چې د (زهایمر) په نوم مرض باندې اخته کس (دا د هغه سپین ږیرتوب یا بوډاوالي د مهال رنځورتیا ده چی انسان پکې خپل ټول عقلي او بدني ځواک له لاسه ورکوي او بوډا انسان داسې شي لکه یو کوچنی ماشوم، چې دا یو عادي بوډاتوب نه ګڼل کیږي بلکه دا د رنځورتیا سره یو ځای او همغږی سپین ږیرتوب او بوډاوالی دی) د دا ډول بوډا رنځور په ادرارو او وینه کی د سرو زرو د سلنې لوړوالی لیدل کیږي چې دې ته د بیولوژۍ علم له نظره د سروزرو لیږد وایي.
کله چې د سرو زرو ذرې نارینه ته ورولیږدیږي نو د هغه په طبیعت او اخلاقو کې د ښځینه و په شان نرمي او ښځینه صفات زیږوي چې له نارینه سره مناسب نه وي.
خو برعکس سپین زر بیا د نارینه له بدن نه اضافي چاغښت او وازګې له مینځه باسي او دا چاغښت او وازګي هغه څه دي چي د سپینو زرو له استعمال پرته نارینه ترې په بله طریقه ځان نه شي ژغورلی، بله دا چی سپین زر د نارینتوب هورمونونه لا ځواکمن کوي چې د ستونزو او سختیو په وړاندې پکې ځواک او تحمل لا زیاتوي.
عجیبه ده! یا الله له تا پرته بل حق معبود نشته، او تا لره پاکي ده.
دلته یوه اشاره د یادونې وړ بولو چې ښځینه د زرو زرو د استعمال په وجه په دې اړه له کوم مشکل سره نه مخ کیږي ځکه هر ډول مضرې ذرې هره میاشت د ښځې له بدن نه په طبیعی ډول ووځي.
الله تعالی هیڅ یو شی ندی حرام کړی مګر ترشا یوه انګیزه لري.



