د اوکراين يوه پوځي چورلکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۷) الماس خدرخېل

د اوکراین په ختيځ کې د دغه هېواد يوه پوځي چورلکه نسکوره شوې، چې پکې پنځه تنه وژل شوي دي.

د اوکراين د دفاع وزارت يوه وياند رسنيو ته ويلي، چې د دوی چورلکې د کرماتورسک د ښار په مربوطاتو کې سقوط کړی.

نوموړي ويلي، چې دغه چورلکه د برېښنا د مزو سره جنګېدلې او رالويدلې ده.

هغه زياته کړه، په الوتکه کې د د دوه پيلوټانو په ګډون درې تنو نورو شتون درلود، چې پنځه واړه پکې د الوتکې د اور خوراک شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button