د انبیاؤ وراثت او د امت اساسي اړتیاوي

لیکنه: جواد منهاج

 

(قُلْ هَلْ یَسْتَوِي الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ)

[الزمر ۹]

ترجمه: ورته ووایه (اې محمده “ص”) ایا برابر دي هغه کسان چې علم یې کړی دی او هغه کسان چې علم یې نه دی کړی؟ (یعني سره برابر نه دي).

(وَ الَّذِیْنَ أُوْتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ)

[المجادله 11]

ترجمه: او هغه کسان (لوړ دي) چې علم ورکړل شوی دی په درجو سره.

روان تدریسي کال پر ختمېدو او په هیواد او بهر کې د دیني فضلاء کرامو د دستار فضیلت مراسم روان دي او سلګونه – زرګونه کسانو ته د علم ستر تاج پر سر کېښودل کیږي. له موقع نه په استفادې د امت ترینګلو حالاتو ته او د عالم دین رسالت، اصلي او مقصودي اهدافو ته په کتو سره څو اساسي ټکو ته اشاره کوو:

د اسلام د احکامو او دیني علومو د زدکړې حصول داسې منقبت او رتبه ده چې په اعزاز  او لوړوالي یې الله تعالی او رسول الله (ص) ګواهان دي او د رسول الله (ص) وراثت او د امت امامت دی.

په تأسف سره چې ډېرو علماء کرامو (ټولو نه) تر فراغت وروسته خپل رسالت سم نه دی سرته رسولی او اصلي مقصد ترې ورک شوی دی. پر کومه لاره چې رسول الله (ص) او صحابه کرام روان ول، دوی تر ډېره هغه لاره پرېیښې او غیر مقصودي کارونو ته یې مخه کړېده.

د فتنو قهرېدلو څپو بې څاربانه غریب امت غرقېدو ته رسولی دی. په اسلامي نړۍ کې د مؤمنانو د وینو سېلابونه روان دي. بوډاګان، سیاسرې، ماشومان او مستضعف مسلمانان د کافرانو په اورونو کې لولپه شول. د قران کریم، رسول الله (ص) او ټولو اسلامي مقدساتو ښکاره توهین روان دی. په لکونو مظلوم انسانان د جابرانو په جیلونو کې ولچک او زولانه پراته دي. په پراخه کچه د اسلام د احکامو تحریف، له منځه وړل او پر ځای یې د کفري قوانینو نفاذ کیږي.

خو علماء کرام چې فارغ شي او د فضیلت پګړۍ پر سر کړي؛ نو یا کوچنی امامت پیدا کړي او هلته د نړۍ له حالاتو بې خبره د غفلت شپې او ورځې سبا کوي. یا په مدارسو ننوزي او د میاشتنۍ تنخوا په موخه درس ته ادامه ورکړي او بس. یا له کوره بستره را ټوله کړي او د اسلام له بې حسابه نمبرو څخه صرف د شپږو نمبرو تبلیغ کوي او بس. یا په دنیوي کاروبار ځان مصروف کړي او عامو خلکو غوندې د پیسو ګټل یې غم وهم وي. یا د فضولو، منطقو، کاذبو حکمتو، فضایلو او مستحباتو تصنیف ته مخه کړي او هلته وخت ضایع کوي.

په داسې حال کې چې دوی د قرآن کریم تفسیر او د احادیثو مکمله دوره هم کړېده او پر زرګونو آیاتونو او لکونو احادیثو تیر شوي دي. د دین او امت غم و هم ورسره نه وي.

کله چې جهاد فرض عین شي، تر ټولو اهم کار جهاد دی او همدا ستر هدف او مقصد دی. په قرآن کریم کې الله تعالی د جهاد د تارکینو لپاره سخت وعیدونه بیان کړي دي او په نبوي احادیثو کې هم د تارک الجهاد لپاره دردناک عذابونه بیان شوي دي. رسول الله (ص) او صحابه کرام ټول مجاهدین و، یو هم پکې تارک الجهاد نه ؤ، تارک الجهاد یوازي منافقان و. یوازي د تبوک د غزا څخه درې صحابه کرام د کهالۍ په وجه پاتي شوې و، چې رسول الله (ص) او صحابه کرامو (آن خپلو میرمنو) ورسره پنځوس ورځې مقاطعه وکړه.

نو تاسې څه فکر کوئ که اوس رسول الله (ص) له دنیا څخه رحلته نه وای کړی، د جهاد د تارکینو سره به یې څه عمل ؤ!؟

مطلب مو دا نه دی چې ټول عالمان باید سنګر ته راشي او ټول کارونه شاته کړي، مطلب مو دادی چې عالمان باید د صحابه وو لار تعقیب کړي او د اسلام د غوښتنو سره سم عمل وکړي. صحابه وو د اسلام ټولې شعبې فعالې ساتلې وي، هم مجاهدین و، هم طالبان و، هم مبلغین و، هم متقیان و، هم زاهدان و، هم حاکمان و، هم سیاسیون و، او هم … !

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button