د شهید خلیل الرحمن په یاد کې

جاوید زرملوال

دچينارونو په څېر دنګ زلمی هم خاورو وخوړ  اوس يې پر قبر تر قامت ټيټه جنډه ولاړه په ونه میانه قد و، خو په معنا کې د چينار غوندې لوړ، له رنګه غنم رنګی، ډنګر او د وړې تورې ږيرې خاوند زلمی خليل الرحمن و. دی د حاجي داد محمد په ژونديو شپږو زامنو کې پنځم هلک و. له نن نه شاوخوا ۲۵ کاله وړاندې د هجرت په ديار کې وزېږېد او ماشوم و، چې له کورنۍ سره هېواد ته راستون شو. له ماشومتوبه د نورو ماشومانو غوندې نه و. غلی، کرار او ساده باده انسان و.
الف، با او لومړنۍ زدکړې يې د کور، کلي په جومات او مدرسو کې وکړې او شاوخوا ۱۳ کلن و، چې په قاسمیه مدرسه کې يې د استاذانو پر وړاندې د شاګردۍ زنګون مات کړ. ۴ کاله يې هلته درس ولوست. بيا د هريپور کېمپ په يوه وړه مدرسه کې شامل شو. هلته له يو، يو نيم کال تېرولو وروسته بېرته هېواد ته راغی. د هېواد د په بېلابېلو سيمو، خوست، جلال اباد، د کابل د ارغندي په مدرسه او همدارنګه يې يو څه وخت د کوهاټ او د کوټې په کچلاغ سيمه کې په بېلابېلو مدرسو کې درسونه ولوستل.
شهيد خليل الرحمن پر هېواد روانو ناورينونو او تورې شپې وسله والې مبارزې ته اړ کړ. شاوخوا لس کاله وړاندې د اور او وينو پر اغزنه لاره روان شو. د ملګرو په منځ کې لومړی د بشير او بيا حنظله په نومونو مشهور شو. دی د داسې خلکو غوندې نه و، چې د جهاد په نامه پر خلکو خپل رنګ و روغن خرڅ کړي، رياکاري وکړي او يا بې ځايه خلک وځوروي. پٔ ظاهره به دې چې ورته کتل، يو غلی، ساده او د کمې پوهې خاوند برېښېده، خو پٔ ګوګل دننه د علميت، وقار، تقوا، ارادې او حوصلې يو لوی غر و. د رازونو او خبرو يو لوی سمندر و، چې چا په اسانه نشوای راسپړلی. د کورنۍ د غړو په منځ کې به که کله، کله فکري اختلاف او يا سياسي بحث راغی، دی به خاموش و او تر پايه به يې سپڼ هم نه کاوه.
شهيد خليل الرحمن له هر چا سره په ورين تندي مخامخېده. پر مور و پلار تر ټولو زامنو ډېر ګران و او په هر وخت کې به يې ډېر ياداوه. د ده د وسله والې مبارزې له پيلولو وروسته داسې هېڅ شپه نه ده تېره شوې، چې مور و پلار ده ته اندېښنه نه وي کړې او دی يې نه وي ياد کړی. له هر ډز او هر درب سره به د دوی زړه خولې ته راته. دی د وروڼو په منځ کې په ( تور ورور ) مشهور و، چې له قافيوي لحاظه هم دا نوم ډېر خوږ لګېده. وروڼو، مور او پلار يې ډېرې هڅې وکړې، چې دی له خطرونو وژغوري او يوې خوا ته يې کړي، د سعودي تر وېزې اخيستلو پورې يې ده ته ډېرې خوارۍ وکړې، خو د ده له زړه څخه د جهاد مينه و نه وته. پر دې هر څه سربېره والدينو او وروڼو د ده هره خوښه پر ځای کړې وه. له ګرانبيو سوغاتونو نيولې، د خپلې خوښې تر واده پورې يې د ده هره مشروع غوښتنه ومنله او دی يې خپګان ته ور نه کړ.
ارواښاد شهيد پخپله لس کلنه مبارزه کې ډېرې شپې په ويښه تېرې کړې. ډېرې وحشيانه تيارې يې وڅېرلې. د اور او وينو له ډېرو معرکو ژوندی راووت. څو ځله يې د مرګ توره هيولا خپلې مخې ته په نڅا وليده. ډېر ځله يې د مرګ په سترګو کې سترګې ښخې کړې. څو ځله ټپي شو. له څو چاپو ژوندی راووت، خو ماته يې و نه منله او هر ځل له غورځېدو وروسته راپاڅېد او له مرګ سره غېږ په غېږ شو.
بالاخره هغه سپېره ورځ هم راورسېده، چې د ده د شهادت غم يې له ځانه سره راووړ. د ۱۳۹۵هـ ل کال د حوت د ۲۸مې د شنبې غرمه وه، چې يوې سپېرې مرمۍ د ده روح او بدن تل تر تله سره بېل کړل. دا ځل نو ده مرګ ته وخندل. د حوصلو، ارمانونو، متانت او وقار يو لوی غر راونړېد. يو ځلانده لمر ډوب شو. يوه ناکراره اروا کراره شوه. يوه حقدوسته مرۍ غلې شوه او يو لوی سمندر وچ شو. سلګونه سترګې اوښلنې شوې او مرګی فاتح شو.
خو نه ! دی نه دی مړ. دی ژوندی دی. ابدي ژوندی….. دی له هغو خلکو څخه دی، چې د قيامت په ورځ به هسکه غړۍ لوی څښتن ته ورځي او د بيا، بيا ژوندي کېدو او وژل کېدو غوښتنه به کوي.
شاکي نه و، هوس د بيا وژلو و راوستی
«پسرلی» چې ګرېوان څيرې په محشر کې نڅېده
د ده جنازې او فاتحې ته ډېر داسې خلک هم راغلي وو، چې کورنۍ يې هېڅ نه پېژندل او ځينو خو يې حتی دی يو ځل ليدلی و. د ټولو په خولو کې يوه خبره وه او هغه د ده د اخلاقو او شخصيت ستاينه وه، چې حتی بدخواهان يې هم اغېزمن کړي وو. دی داسې انسان و، چې په ډیر وخت کې يو، يو پيدا کيږي.
چې لوند د خپلو اوښکو په شبنم و يو سړی
والله، چې له ګلابه سره سم و يو سړی
زيات شوی و، يو ستوری په لمن کې د آسمان
چې کومه شپه پر ځمکه باندې کم و يو سړی
له ارواښاد شهيد څخه يوه يو نيم کلنه ګلغوټۍ لورکۍ ناهيده پاتې شوه، چې د خپل خندني پلار په څېر خنده رويه او مينه ناکه ده او له هېچا کرکه نه کوي.
نارې که هر څو ورته وکړم
جانان مې سر له خاورو نه پورته کوينه
اروا يې ښاده، ياد يې تلپاتې او پر ګور يې نور شه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button