ویاړ!

محمد غني څاروان
موږ بچیان د اوښتون یو په اورتون کې لـوبـېـدلـــي
شنه زمریان د جګو غرو یو خپل دښمن ته پاریـدلي
د مغرورو په سرونو یو تــنـرونـــه رالــویــدلــــــي
د تاریخ په سپنه پاڼه یــو هـــر وخــتــې ځـلــیـدلـــي
پلویان د ازادۍ یو تل خـپــلـواکــه اوســـــیــــدلـــــي
سپن بیرغ به شي رپانده دهېواد په هســـــکو غرونو
اباسین به شي څپانده تم به نـه شــي په بــنــــدونـــو
هر یو بوټی به شي تانده له کــوثـره پـه جــامــونــو
دا سپین غر به شي ځلانده د زمــان لـه هر وخـتـونـو
سرښېندونکي اتلان یو هـر دښــمن تـــه دریــدلـــي
پلویان د ازادۍ یـو تــل خــپــلواکـــه اوســـیـــدلـــي
د هېـواد هره دره مو د دښـمن پـه ويــنــو ســـره ده
د بابا هسکه شــمله مــو نــړیــوالــو تــه ښـکاره ده
د ملالې په ټپه مو ښــــــه کـــروړلــې عــقــیــده ده
د وطن سره مو مینه هر وګــــړي کــــې پـــخـه ده
مینان د خپلې خاورې یـــو پــــه ویـــنـــو لـمـبیـدلي
پلویان د ازادۍ یو تل خــپــلــواکــه اوســـیــدلـــــي
د شپونکي مسته شپېلۍ به دښتې غرونه په غورځنګ کړي
د کوچۍ مستــه لـنـډۍ بـه مـو صـفـا د زړونـو زنګ کړي
د یتیم سړې سلګۍ به دغه سپـن قـصـر راړنـګ کـــــــړي
دا د سپین امام پګړۍ به نندرتـون د نـړۍ رنــګ کــــــړي
تل په حق په سې روان یو که ســـرونـــه مــــو بـــایــلــلـي
پلویان د ازادۍ یو تـــل خــپـــلــواکـــه اوســــــیـــــدلـــــــي
حق وینا د حــق لـــپــاره د څــــــاروان د قــلـــم تـــــــوري
رېښتیا وایو رېښتیا اورو رېــښــیــا ګـــورو پر هـر لـــوري
خدای مو مل دی رب مو تل هم لرو پــر اسـمــان سـتـوري
اسمان څکی شهادت مو خوروي د رحــمــت ســیـــــــوري
افغانان دي مېلمه پاله له تــــاریــــخـــه دي ښـــــــاغــــــلي
پلویان د ازادۍ یو تــــل خــــپــــلــــواکـــــه اوســـــیــدلـــي



