(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۵) الماس خدرخېل
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې يې ۹ داعش وسله وال وژلي دي.
د امنيه قومندانۍ مطبوعتي مسئول حضرت حسين مشرقيوال وايي، تېره شپه يې د يادې ولسوالۍ په پېښې سيمه کې عمليات کړي او په پايله کې يې ۹ داعش وسله وال وژلي او دوه نور يې نيولي دي.
تېره ورځ هم د ننګرهار امنيه قومندانۍ په عبدالخيلو سيمه کې د لسګونو داعش وسله والو د وژلو ادعا کړې وه.
مشرقيوال ويلي و، چې په ياده سيمه کې يې د هوايي بريدونو پر مهال لسګونه ۲۷ داعش وسله وال وژلي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
خو د شینوارو شورا ویاند عزت الله افغان یوه شخصي تلویزون سره په مرکه کې وویل چې د داعش په وړاندي نمایشي جګړه روانه ده.
نوموړی زياتوي، د اچین ولسوالۍ د عبدالخیلو سیمه کې هیڅوک استوګنه نه کوي او په خبره يې چې له تیرو درو ورځو راهیسي تر بمبار لاندې ده، په داسې حال کې چې دغه سیمه د دولتي ځواکونو له پوستو څخه یوازې په درې سوه میترۍ کې پرته ده.
عزت الله افغان وايي، د امریکایانو او دولتي ځواکونو الوتکې، توپونه او ټانګونه د اچین ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې خالي کورونه او کلي بمباروي او هغه ځایونو باندې عملیات نه کوي چیرې چې د داعش وسله وال مېشت دي او خپل مرکزونه یې پرانیستلي دي.
















