یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

که موږ راویښ نه شو نو؟!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 4, 2017
کټګوریانې: غير مصنف
0
12
ځلې شریک شوی
145
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ابو یاسر افغان

که موږ راويښ نه شو؛ همداسې به د وخت د زبر ځواکونو د دسیسو او پروسو قرباني یو، دلته که انګریز او چنګیز راغلې هم زموږ د نابودۍ په خاطر او که پرون روس یا نن امریکا راغلې هم زموږ د دین، هویت او ملت دښمنه ده.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

دا چې موږ ولې په هر دور کې د وخت د زبر ځواکونو د دسیسو ښکار یو، سببونه یې شاید ډېر وي، ولی مهم سبب یې دادی چې موږ خپله په خپل قدر نه پوهیږو، د پیسو او قدرت تږي زموږ په منځ کې دومره زیات دي، چې اندازه لګول یې ګران دي، موږ اتحاد او اتفاق نلرو.

د ظاهرشاه د حکومت پر وخت موږ ۴۰ کاله امن درلود، خو داسې امن چې زموږ خلکو او هېواد په کې یو درجه پرمختګ هم ونکړ، برعکس کوم محصلین چې اروپا او روسیې ته لېږل شوي و، هغوی بېرته داسې راغلل چې افکارو یې کاملاً تغیر کړی و.

څه شاید د اروپا او روسیې د استخباراتو لمسون و، خو تر ډېره حده دغه محصلین چې له دې ځایه ولاړل نو په داسې حالت کې ولاړل چې اسلامي زده کړی او اسلامي تربیه یې نه درلوده، هماغه ؤ چې له منځه یې د تره کي، امین او نجیب په څېر ظالمان راووتل، هوکې دا د شاهي رژیم نیالګي و، خو چې تربیه یې په غیر اسلامي فکر وشوه، هغوی بیا دلته هم د اروپا یا روسیې په څېر سیکولر او بې دینه حکومت غوښتونکي شول.

دا سلسله په همدې ځای نه ودریږي، که د مصر له الازهر نه د برهان الدین رباني، صبغت الله مجددي، عبدالرب رسول سیاف او… په څېر خلک راغلل دوی هم بې انصافي وکړه. د دې ملت په پیسو تر دغه ځایه ورسېدل، خو په همدې ملت یې چپه میچنی وګرځولې آن تر دې چې د روسانو خلاف دغو جنګېدونکو د امریکا د یرغل پر وړاندې د مقاومت پرځای امریکا ته د غلامۍ سرونه ټیټ کړل او دا یوه بله لویه ضربه وه چې د افغان ولس پر سر ور حواله شوه.

دلته که تربیه نسبتاً اسلامي وه، خو د مادیاتو او قدرت تندې اسلام ته د خدمت پر ځای د شیطان خدمت ته دا خلک اړ ایستل. شک نشته چې د نورو هېوادونو په نسبت پاکستان او ایران په افغانستان کې ډېره لاسـوهنه کوي؛ مګر دا ملت به تر څو د نورو هېوادونو د استعمار، استثمار او یرغلونو ښکار وي؟ ولې موږ یواځې په ګیلو او شکایتونو سر یو او نور د وخت د ظالمانو له دې ظلم او ناروا نه ځان نه ژغورو؟

که موږ اتفاق او اتحاد ولرو، که خپل ځوان نسل په اسلامي فکر وروزو، که د تعلیم او پرمختګ په لوري خپله ګامونه واخلو، دا سیمه ییز، قومي، سمتي او لساني اختلافات شاته کړو، که په یوځای او یو اتحاد هر یو د خپل مسؤلیت او وس سره سم د ویده ولس د راویښولو او متحد کولو لپاره مټې راونغاړو؛ نو لرې نه ده چې په ژوند کې مو مثبت تغیرات راشي.

موږ باید ویښ و اوسو، د حامد کرزي او اشرف غني په دورو کې هم ګڼ شمیر نوي ځوانان مخکې له دې چې اسلامي فکر او تربیه تر لاسه کړي غرب ته د زده کړو په نوم استول شوي او لکه چې وایي “ازموده را ازمودن خطا است” د کمونیستانو اکثریت هم همداسې وګړي و چې اروپا او امریکا کې یې زده کړی کړی وی.

دا چې دلته یې څه وکړل هغه خو ټول ولس ته معلوم دي، زما هدف دلته ټول هغه محصلین نه دي کوم چې د تحصیل لپاره خارج ته تللي دي، بلکې هدف مې دادی چې په دغو محصلینو کې بیا هم داسې خلک شته چې اسلامي تربیه یې مکمله نه وه، حتماً به هلته د غربي فکر نه متأثره کیږي او دلته به بیرته تغریبیان راځي، دا کوم تصادف هم نه دی بلکې یوه پروسه او توطیه ده چې لا له وړاندې ورته تیاری نیول شوی، نو افغان ولس باید ويښ او بیداره اوسي، کنه نو خدای جل جلاله مکړه د جنګ یوه بله داسې لړۍ به هم پیل شي چې لسیزی به بیا دوام لري.

د ګران افغانستان د ښه راتلونکې په هیله

مخکینې مطلب

چارواکي وايي، ننګرهار کې يې ۹ داعش وسله وال وژلي

بل مطلب

طالبان وايي، نړيوال خيريه بنسټونه دې د دوی تر واک لاندې سيمو خلکو سره مرستې وکړي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com