د جهاد مضمون

عرفان الله عرفاني

بهتر په مضامينو کې مضمون دی د جهاد

زمونږه معسکر لوی پوهنتون دی د جهاد

الف يې د الله ټ د ټوپک جيم د جهاد دی

ويلی مو هر باب او هر قانون دی د جهاد

اعداد او تربيت  ر مجاهد باندې لازم دي

په سختو اوږدو لارو باندې يون دی د جهاد

جهاد ښه صفا نيت پوره اخلاص او تقوا غواړي

الله (ج) سره په سر او مال تړون دی د جهاد

اذان د جهاد شوی دی  لمانځه ته تيارېږئ

را پاڅۍ مسلمانو سباوون دی د جهاد

په  مينه موږ نن ځکه يو تر بله مخته کېږو

نعرې د تکبيرو دي او پاڅون دی د جهاد

کوئ مبارزه څوک په قلم او څوک په توره

دا واوره (عرفاني) چې خوږ ژوندون دی د جهاد

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button