هلمند کې د ملکي وګړو تلفات مخ په زیاتېدو دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۵) عبدالهادي همت

د هلمند د ولایتي شورا غړي وایي چې په دې وروستیو کې په هلمند ولایت کې د دولتي ځواکونو له لورې د ملکي وګړو تلفات ډیر شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس حاجي کریم اتل وایي چې دولتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته هیڅ پاملرنه نه کوي له همدې امله په هلمند کې د ملکي وګړو تلفات ډیر شوي دي.

کریم اتل همداراز په هلمند کې د اپراتیفي مسئوول عبدالجبار قهرمان ترحمايې لاندې وسلواله ډله (سنګوریانو) هم نیوکه کوي او وایي چې له دې ډلې سره د خلکو نفرت مخ په زیاتېدو دی.

سنګوریان چې په دغه ولایت کې د اوپراتیفي مسئوول عبدالجبار قهرمان ترحمايې لاندې دي شمیر یې نژدې ۶۰۰ کسانو ته رسیږي چې په غلاوو، وژنو، اختطافونو، او د خلکو په ځورولو کې لاس لري، او هیڅوک يې مخه نشې نیولی.

د هلمند اوسېدونکي وايي، دغه ډله د ملا رسول ډلې وسله والو سره همکاري کوي او د هغوی تر شا ولاړ دي.

د سنګوریانو په نوم دغه ډله چې د دولت مالي او پوځي امکانات هم تر لاسه کوي، په نورو ناوړه کړنو برسیره د مخدره توکو په قاچاق کې هم رغنده رول لوبوي.

څه موده وړاندې د لښکرګاه ښار دروازې ته نږدې د ملکي کسانو پر موټر د سنګوریانو له لورې د هاوان په برید کې یوه ښځه ووژل شوه او یو ماشوم سخت ټپي شو.

په هلمند ولایت کې له تیرو څو میاشتو راهیسې درنه جګړه روانه ده چې ملکي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې. درې شپې وړاندې د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې د اردو د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې د يوې کورنۍ نهه غړي ووژل شول.

د هلمند والي حیات الله حیات هم د دوشبنې په ورځ د يوې خبري ناستې پر مهال د ملکي وګړو وژل کیدل ومنل او ژمنه يې وکړه چې په دې هکله به پلټنې وکړي. خو د ۲۱۵ میوند قول اردو د رسنیو مسؤل محمد رسول ځاځی بیا وایي چې په سیمه کې طالبان نه و او ښایي ملکیان د طالبانو د ماین او یا کومه بله پیښه کې وژل شوي وي.

همدا رنګه دوې میاشتې وړاندې د همدې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د بهرنیو او داخلي ځواکونو په په ګډو عملیاتو کې ۲۲ تنه ملکي وګړي ووژل شول چې ۱۳ تنه د یوې کورنۍ غړي او ۹ تنه نور د بلې کورنۍ غړي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button