زلمیه!

زکریا حقاني
لکــه بـلال په ســرو ســکروټـو به شې تم زلــمیـــه
راشــه د عـشـق پـه لاره کــیـــږدوه قــدم زلــمیـــه
مـیـنـه دې ولــماـنځـه لمبـو کـې د خلیل په مسـیــر
درتـــه اورونــه بـه ګلــزار شـي هـغه دم زلـــمــــیــه
څــومــره عـجـیبـه فلـسفـه ده دا ریښتینی پاڅون
منــزل به خپل کړې چې ایمان دې وي محکم زلمیه
سـپیـڅـلی یون دی لنډه لار ده د کوثر جــامـــو ته
شــهادت دومره لوړ مقام دی محــتــرم زلـــمــــیــه
چې په لوړ عزم خپل دښمن د سپین قرآن ووژنې
چې ترې نه واخلـــې انتــقام بیا دې منــم زلــمــیــه
ځواني به څـه کړې چې د سنګر په ګـردو خـړه نشي
ورځ په قیامت به ګوره حورو ته وې ګرم زلــمیــه
د سـنګـرونو غیـږې ته راشه د سپرلي موســم دی
زکــریا زړه نه درتــه دا خـبــره کـــــړم زلــــمـــیـــه



