اسپانيا کې د بشار اسد د تره شتمنۍ کنګل کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۵) الماس خدرخېل

اسپانيايي چارواکي وايي، د بشارالاسد د تره رفعت اسد د کورنۍ د شتمنيو کنګل کولو او بانکي حسابونو د سپينولو په موخه يې څېړنې پيل کړي دي.

د چارواکو په وينا رفعت اسد چې کله بهرنی تابعت اخيستلو نو ۳۰۰ ميلون ډالره يې له عامو پيسو وهلي دي.

رفعت اسد – چې د خپل ورور حافظ الاسد واکمنۍ کې – په وحشي کړنو مشهور و، په ۱۹۸۲ کال په حماة ښار کې د واکمن نظام پرضد پاڅون یې د سوټي په زور ارام کړ.

تېر کال فرانسه کې چارواکو په رسمي ډول له رفعت څېړنې پیل کړې.

لاهم اسد فرانسه کې تر څېړنو لاندې دی او د لوټل شویو شتمنیو د پټولو، د پیسو د سپینولو او مالي غلاوو د برملا کولو لټون یې روان دی.

اسد تر دې مخکې ويلي و، د هغه په واک کې پيسې هغه څه دي چې ده ته د سعودي شاهي کورنۍ له خوا ورکړل شوي دي.

د اسپانیا په دې نوي امر کې د رفعت اسد د کورنۍ ۷۶ بانکي حسابونه ۱۵ داسې ملکیتونه چې ډېری یې په پورټو بانوس کې دي هم اغيزمنيدلی شي.

په یوه څېړنه  کې ويل شوي، د اسد د کورنۍ اړوند ۵۰۳ ملکیتونه د هغه د فساد له قضیې سره تړلي دي، چې د موټرو تمځي، د رخصتیو لپاره کورونه، اپارتمانونه او یو لوکس هوټل هم په کې شامل دي.

د دوی ټول ټال شتمني ۶۹۱ ميليون یورو اټکل شوې چې ټول به کنګل کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button