پنجاب کې د چاونې له امله د ۴ پوځیانو په ګډون ۶ کسان ووژل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۶) محمد طاهر
د پاکستان د پنجاب ایالت نه په یو تازه راپور کې ویل شوي، چې په لاهور ښار کې د یوې چاودنې له امله د ۴ پاکستاني پوځیانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او تر ۲۲ کسانو پکې ټپیان شوي دي.
د ځاي رسنیو له قوله، چاودنه د لاهور چاوڼۍ تر څیرمه هغه مهال رامنځته شوه، چې د سرشمیرنې ډله د امنیتي ساتونکو سره په یو فلاینکوچ موټر کې د کار ځای ته روان و.
د پنجاب ایالت د قانون وزیر رانا ثناوالله له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، د معلوماتو له مخې دغه یوه بمي چاودنه وه، چې د سرشمیرنې په ډلې وشوه.
نوموړی وايي، د دغې چاودنې مسئولیت د جماعت الاحرار ډلې منلي او د دوی یو ډیر مهم کس انور الحق د حکومت لخوا نیول شوی دی.
د سیمې روغتیا پالانو ویلي، په زخمیانو کې د ۴ کسانو حالت د تشویش وړ دی او کیدای شي، چې د مړو شمیر زیات شي.



