جهاد او مقاومت که انحراف او منافقت؟؟؟

ډاکټر آصف
جهاد یو سپیڅلی لفظ او مقدس عبادت دی، چې د خدای تعالی لخوا خپل پیغمبر(ص) او د هغه پیروانو ته ډالۍ شوی دی، جهاد د اسلام نه د دفاع په خاطر پر ګردو مسلمانانو فرض کړای شوی دی، رسول الله ص د خپلو صحابه کرامو سره په زیات شمیر غزواتو کې په خپله هم ګډون کړی او د جهاد فریضه یې ادا کړې ده او خپلو ټولو پیروانو ته یې هم امر کړی دی چی دغه فریضه د نورو فرایضو په شان ژوندۍ وساتئ ځکه چې دا فریضه د اسلام ، مسلمانانو او اسلامي خاورې نه د دفاع او ژوندی پاتې کیدو یواځینۍ وسیله ده، که دې فریضې ته مسلمانان کله هم شا کړي نو د ذلت، خوارۍ او غلامۍ سره به حتما مخ شي.
ځکه خو الله تعالی په بې شمیره آیاتونو نازلولو سره د جهاد پر کولو ټینګار کړی دی، او د جهاد نه د کیناستو په اړه یې مسلمانان ویرولي دي، همدا راز د هغه استازی حضرت محمد ص هم د جهاد پر ژوندي او تاند ساتلو کلک امر کړی دی.
همدا لامل و کله چې په افغانستان کې د روسانو د لاسپوڅو په واسطه کودتاه تر سره شوه او په برالا توګه د اسلام او مسلمانانو پر خلاف فعالیت صورت ونیو نو د افغانستان ټولو دیني عالمانو پر یوه غږ د جهاد په فرض والي امر وکړ او ټول ملت د هغوی غږ ته لبیک ووایه او پر وسله جهاد یې پیل وکړ خپل کورونه ، مالونه او ځانونه یې په دغه لار کې قربانۍ ته وړاندې کړل، او د ګردې اسلامي نړۍ دیني عالمانو هم د دغه بر حق جهاد تایید او ملاتړ وکړ.
خو متأسفانه چې ډیر زر دغه جهادي غورځنګ په ډیر لږ وخت کې وپاشل شو، او ډلې ډلې شو، او مشرتابه په ښکاره توګه یې د خدای تعالې د دې امر مخالفت وکړ چې فرمایی: واعتصموا بحبل الله جمیعا و لا تفرقوا، یعنې ټول د خدای تعالی پر رسۍ منګولې ټینګې کړۍ او جلا جلا کیږئ مه، نو سره له دې چې جهادې ټولو ګوندونو په همدغه آیت شریف د خپلو ګوندونو لوګو ګانې مزینې کړې وې خو په عمل کې یې دغه ارشاد ته شا کړه آن تر دې چې د دوې دغه پروفاشي پر شخړو واوښته او یو له بل سره یې فزیکي برخوردونو هم صورت ونیو او په پایله کې یې بې شمیر خلک ووژل شول کورونه او ښارونه یې وران شول هیواد یې کنډواله کړ میندې یې بورې او ښځې یې کونډې کړې او ماشومان یې یتیمان کړل، په داسې حال کې چې الله تعالې د منازعاتو او شخړو نه مسلمانان په ډیرې سختۍ سره منع کړي دي او فرمایلي یې دي چې:
و لا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ریحکم.
یعنی تاسې خپلو کې شخړې او منازعې مه کوئ کنه نو ناکام به شئ او قوت به مو ختم شي. خو زمونږ جهادي ګوندونو د خدای تعالی د دغه حکم په اړه هم بې اعتنایی اختیار کړه نو ولیدل شول چې هم ناکام شول او هم یې قوت ختم شو، چې بالآخره د سپیڅلې جهاد له مرحلې نه یې د دوی په اصطلاح د مقاومت مرحلې ته انحراف وکړ، یعنې له دې وروسته د اسلام او اسلامي نظام پر ضد ودریدل، د مقاومت مرحله په اصل کې د مقاومت نه بلکه د منافقت مرحله وه ځکه چې هغوی هم د خدای تعالی د امر په خلاف هم متفرق شول او هم یې خپلو کې داسې جګړې وکړې چې په سلګونو زره خپل پیروان یې هم ووژل شول او په زرګونو بې ګناه ملکي خلک یې هم ووژل، نو چې الله تعالې د خپل هدایت سره سم چې فرمایلي یې دی:
و ان تولوا یستبدل قوما غیرکم ثم لا یکونو امثالکم.
یعنی که چیرته منحرف شول نو خدای تعالی به بل قوم راولي چې هغوی بیا ستاسی په شان فاسق او فاجر او بې لارې او منحرفین نه وي، نو ځکه الله تعالی ورباندې د طالبانو تحریک رانازل کړ، خو دا چې دوی نه غوښتل چې له خپلې ځان غوښتنې او قدرت غوښتنې تیر شي نو د سیند لاهو کړي انسان په څیر یې هر بوټي او هر زګ ته هم په لاس اچولو پیل وکړ، د اسلامي نظام پر خلاف یې جګړه پیل کړه او د اسلام د دښمنانو سره یې د اسلامي نظام پر خلاف څنګ په څنګ جګړه پیل کړه، احمد شاه مسعود د اسلام د دښمنانو په بلنه اروپا ته وغوښتل شو هلته یې ورسره د بې دریغه مالي او نظامي مرستو ژمنې وکړې چې په مقابل کې مسعود هم له هغوی سره د هر ډول اسلامي نظام د مخنیوي ژمنۍ وکړې چې ویډیوګانې یې نن هم وجود لرې او بهترین شاهد دی، چې پکې مسعود خپلو اروپایې بادارنو ته په یوه ناسته کې په زغرده ويلي دي چې هغه به د هر ډول افراطیت مخه نیسي اګر که هغه اسلامي هم وي!!!! چې اصل مطلب یې سوچه اسلام و. او دا خو معلومه خبره ده چې د اسلام دښمنان د افراطي اسلام لفظ هغو مسلمانانو ته استعمالوي چې هغوی په ریښتوني او بنسټیزه توګه د اسلام نافذول غواړي.
نو ځکه ویلای شو چې مسعود + رباني+ سیاف او قومناندانانو یې جهاد ته شا او منافقت ته لاس واچاوه او د خلکو او ملت د تیرایستلو لپاره یې خپل دغه انحراف او منافقت ته د مقاومت نوم ورکړ.
اوس له څه مودې راهیسې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ښاغلي حکمتیار انځورونه هم تر سترګو کیږي چې ځړوند کړای شوي دي او په څرګند ډول پکې لیکل شوي دی چې:
زه د افغانستان له آزادۍ او خپلواکۍ پرته بل د هیچ شي په اړه فکر نه کوم. حکمتیار
چې اصل مطلب یې خپلو بادارانو ته وضاحت او اطمنان ورکول دي چې ګوندی نوموړی نور له اسلام او اسلامي نظام نه تیر دی او یواځې غواړې چې همدغه ډول آزادي او خپلواکۍ ته ورسیږي لکه څنګه چې د ده دا نور منحرف مقاومتیان وروڼه رسیدلي دي چې په اصلا کې د ډالرو غلامان دي چې اصلي موخه یې د امریکایانو ډالر او نور امکانات تر لاسه کول دي او د عیاشۍ او فحاشۍ او د دښمنانو په وړاندې د سر ټیتۍ او ذلت او د اسلام او د خدای او د هغه د رسول د هدایاتو او ارشاداتو په وړاندې مورچل نیولو سره خپل هوسا ژوند تیرول دي اوبس.
او ابوبکر الصدیق رض د داسې خلکو په اړه څه ښه ویلي دی چی :
ما ترک قوم الجهاد في سبیل الله الا ضربهم الله بالذل.
یعنې هیڅ یوه قوم جهاد ته نده شا کړې مګر الله تعالی ذلیل کړي دي.
دوی له جهاد نه لاس واخیست خو رسول الله ص پیغام ورکړی چی الجهاد ماضی الی یوم القیامة.
یعنی جهاد به ترقیامته روان وي. جهاد تر سیاف ربانی ، مسعود او حکمتیار او یا بل چا پوري تړل شوی نه دی بلکه د الله جهاد به داسی روان وي لکه بحر.
نو الله تعالی نور د جهاد هغو درواغجنو رهبرانو او قومندانانو ته اړتیا نه لري چې د جهاد نه یې انحراف وکړ او خدای دین یې د امریکا په ډالرو عوض او خرڅ کړ او د مقاومت او منافقت په اړخ کې ودریدل بلکه د رسول الله ص د فرمودې مطابق الله تعالی خپل دین په یوه فاسق او فاجر انسان هم ساتلی شي.
ریښتینو مجاهدینو ته دې د جهاد دوام مبارک وي
ان تنصروا لله ینصرکم و یثبت اقدامکم
د جهاد نه منحرفینو ته دې انحراف او منافقت مبارک وي
أرضیتم بالحیاة الدنیا من الآخرة فما حیاة الدنیا الا متاع الغرور
حکمتیار صیب ته دې د اسلامي حکومت د راوستلو نه د لاس په سر کیدل مبارک وي.
ما ترک قوم الجهاد في سبیل الله الا ضربهم الله بالذل
و سیعلم الذین ظلموا أی منقلب ینقلبون
ډیر زر به ظالمان وپوهیږي چې کومې خواته به بوتلل شي



